ښرنه (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٥): د پکتيکا ولايت د مرکز او بېلابېلو ولسواليو ديني عالمانو د سولې په ملاتړ غونډه وکړه او ويې ويل چې دوى د سولې په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
د پکتيکا د حکومتي چارواکو او ديني عالمانو تر منځ د ليندۍ په ٨مه ګډه غونډه جوړه شوې وه.
د پکتيکا د سولې عالي شورا د ولايتي کمېټې مشر حاجي محمد هاشم وويل چې د دې غونډې موخه د سولې په پروسه کې د ديني عالمانو رول او له هغوی څخه د سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه ده.
ده وويل چې ديني عالمان به تل په خپلو خبرو کې هڅه وکړي څو وسله وال مخالفين د سولې پروسې ته وهڅوي.
د نوموړي په خبره، په هېواد کې روان جنګ د ګاونډيو او نورو هېوادونو استخباراتي جګړه ده چې قربانيان يې افغانان دي.
د اورګون ولسوالۍ د ديني عالمانو مشر مولوي غازي محمد وويل چې روانه جګړه په هېواد کې ديني اړخ نه لري نو له همدې امله دې په جنګ کې ټولې ښکېلې غاړې د سولې له روانې پروسې سره يو ځای شي.
نوموړي په ديني علماوو هم غږ وکړ چې د خپلو اسلامي او ټولنيزو مسووليتونو له مخې دې خلک د سولې پر اهميت وپوهوي.
يو بل ديني عالم مولوي حبيب الله اغا هم د سولې په ملاتړ خبر وکړې خو ويې ويل چې په هېواد کې د سولې راوستو په موخه بايد حکومتي مشران خپلمنځي اختلافات نور پرېږدي.
يو شمېر نورو ديني عالمانو هم ورته څرګندونې وکړې.
دغه راز په دې غونډه کې د پکتيکا د ارشاد، حج او اوقافو رييس قاضي ضابط الله وويل چې سوله د الله (ج) امر دى او په يو او بل نوم د خلکو وژل د شريعت خلاف عمل دى.
هغه هم په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې نور له جګړو لاس واخلي او د سولې له روانې پروسې سره دې يو ځای شي څو هېوادوال په ارامه ژوند وکړي.
د پکتيکا والي الياس وحدت هم په دې غونډه کې وويل چې سوله د انساني ژوند بنسټ ګڼل کېږي، نو له همدې امله دې عالمان په ټولنه کې حقيقت را څرګند کړي او خپل اسلامي مسووليت دې ترسره کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP