منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۰ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیکا دیني عالمانو د سولې په برخه کې د همکارۍ چمتووالی وښود

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

ښرنه (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٥): د پکتيکا ولايت د مرکز او بېلابېلو ولسواليو ديني عالمانو د سولې په ملاتړ غونډه وکړه او ويې ويل چې دوى د سولې په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

د پکتيکا د حکومتي چارواکو او ديني عالمانو تر منځ د ليندۍ په ٨مه ګډه غونډه جوړه شوې وه.

د پکتيکا د سولې عالي شورا د ولايتي کمېټې مشر حاجي محمد هاشم وويل چې د دې غونډې موخه د سولې په پروسه کې د ديني عالمانو رول او له هغوی څخه د سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه ده.

ده وويل چې ديني عالمان به تل په خپلو خبرو کې هڅه وکړي څو وسله وال مخالفين د سولې پروسې ته وهڅوي.

د نوموړي په خبره، په هېواد کې روان جنګ د ګاونډيو او نورو هېوادونو استخباراتي جګړه ده چې قربانيان يې افغانان دي.

د اورګون ولسوالۍ د ديني عالمانو مشر مولوي غازي محمد وويل چې روانه جګړه په هېواد کې ديني اړخ نه لري نو له همدې امله دې په جنګ کې ټولې ښکېلې غاړې د سولې له روانې پروسې سره يو ځای شي.

نوموړي په ديني علماوو هم غږ وکړ چې د خپلو اسلامي او ټولنيزو مسووليتونو له مخې دې خلک د سولې پر اهميت وپوهوي.

يو بل ديني عالم مولوي حبيب الله اغا هم د سولې په ملاتړ خبر وکړې خو ويې ويل چې په هېواد کې د سولې راوستو په موخه بايد حکومتي مشران خپلمنځي اختلافات نور پرېږدي.

يو شمېر نورو ديني عالمانو هم ورته څرګندونې وکړې.

دغه راز په دې غونډه کې د پکتيکا د ارشاد، حج او اوقافو رييس قاضي ضابط الله وويل چې سوله د الله (ج) امر دى او په يو او بل نوم د خلکو وژل د شريعت خلاف عمل دى.

هغه هم په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې نور له جګړو لاس واخلي او د سولې له روانې پروسې سره دې يو ځای شي څو هېوادوال په ارامه ژوند وکړي.

د پکتيکا والي الياس وحدت هم په دې غونډه کې وويل چې سوله د انساني ژوند بنسټ ګڼل کېږي، نو له همدې امله دې عالمان په ټولنه کې حقيقت را څرګند کړي او خپل اسلامي مسووليت دې ترسره کړي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم په ورته غونډو کې د دغه ولايت ديني عالمانو غوښتنه کړې وه چې ديني مدارسو ته دې لازمه پاملرنه وشي خو لا هم دا ستونزه پر خپل ځای پاتې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور