ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل کې څلور سرحدي پوليس وژل شوي

په زابل کې څلور سرحدي پوليس وژل شوي

author avatar
28 Nov 2016 - 18:38
په زابل کې څلور سرحدي پوليس وژل شوي
author avatar
28 Nov 2016 - 18:38

کلات (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٥): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د يوې نښتې په ترڅ کې څلور تنه سرحدي پوليس وژل شوي دي.

د زابل والي بسم الله افغانمل د ليندۍ په ٨ مه‌، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته ددې ولايت په شملزو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د کندهار ولايت اړونده سرحدي پوليس په ياده سيمه کې پر ګزمې بوخت و، چې د وسله والو مخالفينو له کمين سره مخ شول.

والي وايي چې په رامنځته شوې  نښته کې څلور سرحدي پوليس وژل شوي  او وسله والو مخالفينو  ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو نوموړي د وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

وسله والو طالبانو ويلي چې په ياد بريد کې يې د پوليسو يو قوماندان له دوو ساتونکو سره وژلى دى.

شملزو له ډيورنډ فرضي کرښې سره پر پوله د زابل لرې پرته ولسوالۍ ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.