منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۰ غ.و
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیا قومي مشران: اجرائیه ریاست د هېواد په سیاسي چارو کې د پرمختګ خنډ دی

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۴۳ کتنې

ګردېز (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٥): د پکتيا يو شمېر قومي مشران وايي چې د اجرائيه  رياست د کار موده سر ته رسېدلې او تر څنګ يې د ټاکنيزو کمېسيونونو نوي  کمېشنران هم ورته د منلو وړ نه دي.

دغه قومي مشران د ګردېز ښار د جرګو په تالار کې سره راټول شوي وو او پر پکتيا سربېره د ګاونډيو ولايتونو مشرانو هم په کې برخه  اخيستې وه.

قومي مشر پاچا خان ځدراڼ وويل، د اجرائيه رياست د کار موده پای ته رسېدلې او په کار ده چې لويه جرګه را وغوښتل شي څو د دولت برخليک وټاکي.

نوموړي وويل، د اجرائيه رياست له چارو ټول ولس ناخوښ دى او د هېواد په سياسي چارو کې د پرمختګ خنډ ګرځېدلی دی.

ده وويل د ټاکنيزو کمېسيونونو نوي ګومارل شوي کمېشنران د حکومت د دوو مشرانو په خوښه ټاکل شوي چې په پارلماني ټاکنو کې به د دغو مشرانو په خوښه کسان هم کاميابېږي نو دغه کسان دوى ته د منلو وړ نه دي.

ځدراڼ وويل، د هېواد سياسي وضعيت  ته په کتو سره  ورځ  تر بلې حالات خرابېږي  او لوی ګواښ چې په  راتلونکي کې  ولس ته متوجه دی، د داعش قوي کېدل او فعالېدل دي.

په قومي چارو کې د پخوانی ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود وويل چې حکومت بايد په دې دوو مياشتو کې د اجرائيه رياست برخليک معلوم کړى واى.

ده وويل، حکومت په ډېرو هغو ژمنو کې چې له خلکو سره  يې کړې دي، پاتې راغلی دی.

مسعود هم د ټاکنیزو کمېسيونونو د نوو کمېشنرانو پر ټاکل کېدو نيوکه وکړه او ویې ويل چې  دغه کمېشنران د دوو مشرانو په خوښه  ټاکل شوي دي.

ده وويل، د دې ټولو ستونزو د لرې کېدو لپاره اړتيا ده چې لويه جرګه  را وغوښتل شي تر څو دې ستونزو ته د حل لاره  وګوري.

مدني فعال شفيق الله سحر وويل چې  ولسونو اوس دا درک کړې او د خپلو مشرانو پر ښو او بدو کارونو پوهېږي.

ده وويل چې د دولت اوسنۍ کمزورتيا او ستونزې به د يوې اوږدې مودې لپاره پاتې شي او پر خلکو به بدې اغېزې هم وکړي.

هغه پر حکومت نيوکه وکړه چې د پکتيا خلکو دوی ته زياته رايه ورکړې خو په هره ملي مسئله کې يې له ياده ايستلي دي.

د يادولو ده، له دې وړاندې هم د قومي مشر پاچا خان ځدراڼ په مشرۍ څو څو ځلي پر دولت باندې داسې انتقادي غونډې جوړې شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست