Language

د لوګر يو شمېر معلولين د مسلکي زده کړو لپاره هند ته لېږل کيږي

پل علم(پژواک،١٥ليندۍ٩٥): د کار او ټولنيزو چارو وزيره وايي چې د لوګر يو شمېر معلولين به د مسلکي زده کړو په موخه هندوستان ته ولېږل شي.

دغه څرګندونې د کار ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزيرې نسرين اورياخېل د ليندۍ په ١٥مه د لوګر په مرکز پل علم کې د مسلکې زده کړو د يو مرکز د جوړونې د مراسمو په پيل کې وکړې.

اورياخېل وويل چې په تېرو دوه کلونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مسلکي زده کړو ٣٠ مرکزونه جوړ شوي او پام کې ده چې په راتلونکي کال کې دغه شمېره نوره هم لوړه شي.

دې زياته کړه: (( اوس موږ ټول ٤٦ مرکزونه لرو خو غواړم چې دغه مرکزونه ٩٠ ته لوړ کړم.))

د هغې په وينا، د لوګر د معلولينو لپاره ځانګړې پاملرنه کوي او پام کې ده چې د دې ولايت يو شمېر معلولين د مسلکي زده کړو په موخه هندوستان ته ولېږل شي.

اورياخېل زياته کړه: (( ما په لوګر کې خپل رييس ته ويلي چې د دې کسانو اسناد او لېست ژر برابر کړي او ماته يې واستوي ترڅو نور کارونه ترسره کړو.))

دغه راز په ياده غونډه کې د لوګر والي محمد حليم فدايي وويل چې ياده ودانۍ د شلو ميلونو افغانيو په لګښت د يو کال په موده کې جوړيږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ودانۍ په دوه پوړونو کې رغول کيږي چې د ١٩ خونو ترڅنګ به دوه لوى سالونونه هم ولري.

فدايي ټينګار وکړ چې په دې ولايت کې د شهيدانو کورنيو او معلولينو ته د حقوقو په ورکړه کې بايد هر ډول اسانتياوې رامنځته شي.

د هغه په وينا، دمګړۍ د لوګر نږدې ٧ زره ځوانان مسلکي زده کړو ته اړتيا لري چې بايد اسانتياوې ورته برابرې شي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې په لوګر کې دغه ډول مرکز شتون نه درلود او د لومړي ځل لپاره يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.