لښکرګاه (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۹۵): د هلمند ځيني اوسېدونکي وايي، په کابينه کې څوک نه لري، نو ځکه يې ولايت له ګڼو ستونزو سره مخ دى.
د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر بشيراحمد شاکر د ليندۍ په ١٧مه د يوې غونډې پر مهال وويل، د ملي يووالي حکومت کابينه د څو ولايتونو د چارواکو له لوري برمته شوې ده.
هغه زياتوي: ((دغه کسان يواځې د خپلو ولايتونو غږ اوري، د نورو په اړه بې پروا دي.))
د ده په وينا، هلمند علمي کدرونه لري، خو په تېرو ١٥ کلونو کې په کابينه کې ورته ځاى نه دى ورکړل شوى.
شاکر د هلمند له والي نه غوښتنه وکړه چې د دغه ولايت د علمي کدرونو او شخصيتونو نوملړ دې ولسمشر ته وسپاري.
په دې غونډه کې د هلمند پوهنتون استاد نوراحمد ايمل هم يادې څرګندونې تاييد کړې او ويې ويل، د همدې بې عدالتيو له امله هلمند له ګڼو ستونزو سره مخ دى.
هغه زياته کړه: ((د جګړې لپاره قرباني موږ ورکوو، خو امتيازونه بيا نورو ته ورکول کېږي.))
د ايمل په اند، تر هغه چې د هلمند خلکو ته حقوق يې نه وي ورکړل شوي، نور دوى له حکومت سره همکاري نه کوي.
دغه راز د مدني ټولنې غړي فرهاد داوري وويل، تر هغه چې په سياسي وېش کې عدالت نه وي رامنځته شوى، د هلمند ستونزې نه هوارېږي.
دى وايي: ((موږ خپل حق غواړو، که حق را نه کړل شي، لاريونونه کوو او د حکومت له ملاتړ نه لاس اخلو.))
يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې.
د غونډې په پای کې د هلمند والي حيات حيات الله وويل، د هلمند خلک بايد د خپل حق د غوښتنې په موخه سره يو لاس شي.
login or register a new account.