منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۲ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند خلکو له حکومت سره د پرېکون ګواښ وکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۲ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۹۵): د هلمند ځيني اوسېدونکي وايي، په کابينه کې څوک نه لري، نو ځکه يې ولايت له ګڼو ستونزو سره مخ دى.

د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر بشيراحمد شاکر د ليندۍ په ١٧مه د يوې غونډې پر مهال وويل، د ملي يووالي حکومت کابينه د څو ولايتونو د چارواکو له لوري برمته شوې ده.

هغه زياتوي: ((دغه کسان يواځې د خپلو ولايتونو غږ اوري، د نورو په اړه بې پروا دي.))

د ده په وينا، هلمند علمي کدرونه لري، خو په تېرو ١٥ کلونو کې په کابينه کې ورته ځاى نه دى ورکړل شوى.

شاکر د هلمند له والي نه غوښتنه وکړه چې د دغه ولايت د علمي کدرونو او شخصيتونو نوملړ دې ولسمشر ته وسپاري.

په دې غونډه کې د هلمند پوهنتون استاد نوراحمد ايمل هم يادې څرګندونې تاييد کړې او ويې ويل، د همدې بې عدالتيو له امله هلمند له ګڼو ستونزو سره مخ دى.

هغه زياته کړه: ((د جګړې لپاره قرباني موږ ورکوو، خو امتيازونه بيا نورو ته ورکول کېږي.))

د ايمل په اند، تر هغه چې د هلمند خلکو ته حقوق يې نه وي ورکړل شوي، نور دوى له حکومت سره همکاري نه کوي.

دغه راز د مدني ټولنې غړي فرهاد داوري وويل، تر هغه چې په سياسي وېش کې عدالت نه وي رامنځته شوى، د هلمند ستونزې نه هوارېږي.

دى وايي: ((موږ خپل حق غواړو، که حق را نه کړل شي، لاريونونه کوو او د حکومت له ملاتړ نه لاس اخلو.))

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې.

د غونډې په پای کې د هلمند والي حيات حيات الله وويل، د هلمند خلک بايد د خپل حق د غوښتنې په موخه سره يو لاس شي.

ده زياته کړه، په هلمند کې ځينو پخوانيو چارواکو د ځوانانو د پرمختګ مخه ډپ کړې ده.

حيات په دې برخه کې د چا نوم ياد نه کړ، خو ټينګار يې وکړ چې ولسونه بايد لومړى ځانونه پر حقيقت پوه کړي او بيا دې عمل وکړي.

والي ژمنه وکړه چې د هلمند د خلکو دغه غوښتنې به ولسمشر ته ورسوي او هڅه به وکړي چې مثبت ځواب ترلاسه کړي.

په دې وروستيو دوو مياشتو کې د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار د دويمې، درېيمې او څلورمې امنيتي حوزو په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ وقفه يې جګړې روانې دي.

هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال د دغه ولايت له ١٣ ولسواليو څخه يې شپږ ولسوالۍ له طالبانو سره دي او د څو نورو ولسواليو يواځې ودانۍ د امنيتي ځواکونو په لاس کې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست