منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۲ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې د نندارتون له لارې افغان او ایراني سوداګرو ته د ګډ فعالیت زمینه برابره شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۸ ليندۍ ۹۵): د بلخ د سوداګريزو خونو مسوولين وايي چې په مزارشريف کې د افغان او ايراني سوداګريزو توکو د نندارتون له لارې ډېرو افغان سوداګرو ته له ايراني سوداګرو سره د ګډ فعاليت زمينه برابره شوې ده.

ايراني سوداګرو هم ورته نندارې له افغان سوداګرو سره د اړيکو پيدا کېدو لپاره ګټورې بولي.

له تېرو درېیو ورځو راهيسې د بلخ د سوداګرۍ خونې او د ايران سفارت له خوا د افغان او ايراني سوداګريزو توکو نندارتون جوړ شوی و چې سبا به پای ته ورسېږي.

د بلخ د سوداګريز خونو مسوول ارش يونسي د ليندۍ په ۱۸مه په مزارشريف کې د افغان او ايراني سوداګريزو توکو د نندارتون د لاس ته راوړنو په تړاو خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل چې دوی هڅه کوي، د افغان سوداګرو او بهرنيو سوداګرو تر منځ د سوداګريزو اړيکو پيدا کېدو زمينه برابره کړي.

نوموړي په مزارشريف ښار کې د افغان او ايراني سوداګريزو توکو جوړ نندارتون د دغه ډول اړيکو پيدا کېدو لپاره ښه زمينه وبلله.

هغه وويل چې په دغه ننداره کې ډېرو افغان سوداګرو له ايراني سوداګرو سره وپېژندل او تر منځ یې د ګډ فعاليت ژمنې هم وشوې.

نوموړي د ساختماني او طبي چارو او د خوراکي توکو د صادراتو او وارداتو په برخه کې د افغان او ايراني سوداګرو تر منځ د ګډ فعاليت د پيل کېدو يادونه وکړه.

په دې ننداره کې برخه والو ايراني سوداګرو هم دغه ډول نندارې په افغانستان کې د خپلو محصولاتو د لا پېژندنې لپاره مهمې وګڼلې.

د نورس سوداګريز شرکت مسوول احمد فرزاد لطيفي پژواک ته وويل چې دوی د خپل شرکت د توليداتو د ارزونې په موخه په دغه نندارتون کې برخه اخيستې وه.

نوموړي زياته کړه چې دوی د صادراتو او وارداتو په برخه کې فعاليت لري.

هغه وايي چې ورته نندارې يې د توليداتو لپاره د بازارموندنې په برخه کې ګټورې دي.

خو افغان سوداګرو بيا په افغانستان کې د ګمرکونو چلند د خپلو سوداګريزو چارو پر وړاندې خنډ وباله.

د فراه اوسېدونکي سوداګر محمد اسلم چې په دې ننداره کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل چې په لويو لارو کې ترې په يو او بل نوم پيسې اخيستل کېږي.

نوموړي زياته کړه چې د ګمرکي محصول په نامه ترې له يو ولايت څخه بل ولايت ته اوښتو پر مهال پيسې اخيستل کېږي.

د بلخ د سوداګريزو خونو مسوولين وايي، دا دويم ځل دی چې په بلخ کې د افغان او ايراني سوداګريزو توکو نندارتون جوړېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد