ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د بېړنیو روغتیايي پېښو څلور روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول

خوست کې د بېړنیو روغتیايي پېښو څلور روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول

author avatar
8 Dec 2016 - 14:57
خوست کې د بېړنیو روغتیايي پېښو څلور روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول
author avatar
8 Dec 2016 - 14:57

خوست ښار (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٥): د خوست د عامې روغتيا رياست په چوکاټ کې د تروما يا د بېړنيو پېښو څلور روغتيايي مرکزونه پرانيستل شول.

د بېړنيو پېښو د يادو څلورو روغتيايي مرکزونو له جملې دوه يې د خوست په مرکز او دوه نور په تريزيو عليشېرو او تڼيو ولسوالۍ کې موقعيت لري چې د بېړنيو پېښو پر مهال به ترې ګټه اخيستل کېږي.

د خوست والي حکم خان حبيبي وايي چې ياد څلور روغتيايي مرکزونه په افغانستان کې د بشري مرستونو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر په مالي لګښت پرانيستل شول.

والي حبيبي د ليندۍ په ١٨مه د يادو روغتيايي مرکزونو د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دغو مرکزونو باندې ٤٢٨زره ډالر لګښت راغلی چې د يو کال لپاره به روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

هغه زياته کړه: ((دغه روغتيايي مرکزونه به د يو کال لپاره د خوست اوسېدونکو ته د عامې روغتيا په ځانګړي ډول د بېړنيو پېښو په برخه کې خدمت کوي. د يادونې وړ يې بولم چې دغه خدمات به د يو کال نه وروسته بيا تمديديږي.))

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر ګل محمدالدين محمدي منګل پژواک اژانس ته وويل چې د تروما يا د بېړنيو پېښو روغتيايي مرکز پرانيستل کېدل د بېړنيو پېښو پر مهال له دوی سره ډېره مرسته کولی شي.

دى وايي: ((د خوست ملکي روغتون له ښار نه ۷ کيلومتره لرې دی، که به په ښار کې بېړنۍ پېښې رامنځته کېدې، نو ناروغان به د لارې د لرې والي له امله ساه ورکړه، خو له دې وروسته به ناروغانو ته په خپل وخت رسيده ګي کېږي.))

د خوست د عامې روغتيا د تروما مرکز ته د محمدامين په نوم راغلي يوه ناروغ پژواک اژانس ته وويل، چې دلته يې ښه درملنه روانه ده او د عامو خلکو ډېرې ستونزې به ورسره حل شي.

هغه زياته کړه: ((زه د شپې له خوا په صبريو ولسوالۍ کې په پښه ټپي شوم، لومړی په څلور سوه بستريز روغتون کې وم، هلته يې رانه پښه پرې کوله، بيا پېښور ته لاړم او اوس مې دلته ښه درملنه روانه ده.))

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر ګل محمدالدين محمدي منګل وايي چې په تېرو ۱۲ مياشتو کې د خوست ولايتي ملکي روغتون ته د تروما ۸۷۲۲ پېښې ورغلې دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.