پل علم (پژواک، ٢٣ ليندۍ ۹۵): په لوګر ولايت کې سنتي دودونه او امنيتي ستونزې د دې لامل شوي چې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ١٣ سلنې ته را ټيټه شي.
په لوګر کې ځينې ښځې وايي چې ګڼ شمېر ښځې لوړې او مسلکې زده کړې لري خو د کاري خونديتوب د نه شتون له امله په دولتي ادارو کې دندې نه ترسره کوي.
خو بل لور ته بيا د دغه ولايت سيمه ييز چارواکي ادعا کوي چې په دې وروستيو کې د لوګر په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه زياته شوې ده.
په لوګر د مدني ټولنې غړې اروزو د ليندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې ډېرې لږې ښځې په دولتي ادارو کې دندې ترسره کوي.
هغې وويل: ((دغه ښځې هم يا د ښځو چارو په رياست کې دي او يا هم د پوهنې په برخه کې کار کوي.))
د ارزو په وينا، سنتي دودونه، امنيتي ستونزې او د کاري خونديتوب نه شتون هغه لاملونه دي چې په دولتي ادارو کې يې د ښځو د دندې ترسره کولو مخه ډپ کړې ده.
هغې زياته کړه: ((زه نيمه لوړې زده کړې لرم خو کورنۍ ما ته د کار کولو اجازه نه راکوي، دا ځکه چې شرايط برابر نه دي.))
دغه راز د لوګر د مرکز پل علم اوسېدونکې ٢٥ کلنې شکيبا پژواک ته وويل چې د کمپيوټر او انګليسې په برخو کې يې زده کړې کړې دي خو دنده نه لري.
دې وويل: ((د پوهنې او ښځو چارو په رياست کې بستونه وزګار نه دي او په نورو ځايونو کې د کار کولو شرايط برابر نه دي.))
د هغې په اند، د لوګر په ډېرو ادارو کې يواځې نارينه دي نو د يوې ښځې لپاره ډېره ستونزمنه ده چې وکولاى شي په يواځې ځان د نارينه و په منځ کې کار وکړي.
دې وويل چې په هره اداره کې بايد د ښځو ونډه معلومه وي څو ښځې هم وکولاى شي کار وکړي.
دغه شان د محمداغې ولسوالۍ د کتب خېلو کلي اوسېدونکې ښاپیرۍ پژواک ته وويل چې په پېښور کې يې د ادارې او سوداګرۍ په برخو کې زده کړې کړې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP