پل علم (پژواک، ٢٣ ليندۍ ۹۵): په لوګر ولايت کې سنتي دودونه او امنيتي ستونزې د دې لامل شوي چې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ١٣ سلنې ته را ټيټه شي.
په لوګر کې ځينې ښځې وايي چې ګڼ شمېر ښځې لوړې او مسلکې زده کړې لري خو د کاري خونديتوب د نه شتون له امله په دولتي ادارو کې دندې نه ترسره کوي.
خو بل لور ته بيا د دغه ولايت سيمه ييز چارواکي ادعا کوي چې په دې وروستيو کې د لوګر په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه زياته شوې ده.
په لوګر د مدني ټولنې غړې اروزو د ليندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې ډېرې لږې ښځې په دولتي ادارو کې دندې ترسره کوي.
هغې وويل: ((دغه ښځې هم يا د ښځو چارو په رياست کې دي او يا هم د پوهنې په برخه کې کار کوي.))
د ارزو په وينا، سنتي دودونه، امنيتي ستونزې او د کاري خونديتوب نه شتون هغه لاملونه دي چې په دولتي ادارو کې يې د ښځو د دندې ترسره کولو مخه ډپ کړې ده.
هغې زياته کړه: ((زه نيمه لوړې زده کړې لرم خو کورنۍ ما ته د کار کولو اجازه نه راکوي، دا ځکه چې شرايط برابر نه دي.))
دغه راز د لوګر د مرکز پل علم اوسېدونکې ٢٥ کلنې شکيبا پژواک ته وويل چې د کمپيوټر او انګليسې په برخو کې يې زده کړې کړې دي خو دنده نه لري.
دې وويل: ((د پوهنې او ښځو چارو په رياست کې بستونه وزګار نه دي او په نورو ځايونو کې د کار کولو شرايط برابر نه دي.))
د هغې په اند، د لوګر په ډېرو ادارو کې يواځې نارينه دي نو د يوې ښځې لپاره ډېره ستونزمنه ده چې وکولاى شي په يواځې ځان د نارينه و په منځ کې کار وکړي.
دې وويل چې په هره اداره کې بايد د ښځو ونډه معلومه وي څو ښځې هم وکولاى شي کار وکړي.
دغه شان د محمداغې ولسوالۍ د کتب خېلو کلي اوسېدونکې ښاپیرۍ پژواک ته وويل چې په پېښور کې يې د ادارې او سوداګرۍ په برخو کې زده کړې کړې دي.
خو دې وويل: ((زموږ په ولايت کې د ښځو لپاره د کار کولو ساحه محدوده ده او د کار زمینه نه ده برابره.))
ښاپېرۍ وايي چې په ډېرو ستونزو يې زده کړې کړې دي خو اوس د دندې لپاره ورته زمينه نه برابرېږي.
دې زياته کړه: ((د ټولې ولسوالۍ په کچه موږ يوه ښځينه کارکوونکي نه لرو، نو زه به څنګه وکولاى شم چې وظيفه واخلم.))
دغه راز د مرکز اړوند د کلنګار سیمې اوسېدونکې لیلما پژواک ته وويل چې يواځې په مرکز کې څو محدودې ښځې په دولتي او خصوصي ادارو کې دندې لري.
هغې وويل: ((زه يوه ترينره يم، څلور کاله مې د يوې پروژې له لارې د پوهنې له رياست سره د ښوونکو په روزنه کې کار کړى خو اوس هغه پروژه ختمه شوې او ما ته هم کار نشته دى.))
پژواک په لوګر کې له اويا هغو ښځو سره مرکې کړې چې اسناد په لاس کې لري خو د بېلابېلو خنډونو له امله په دولتي او خصوصي ادارو کې دندې نه شي ترسره کولاى.
يادو ښځو ويل چې په دې برخه کې بايد حکومت جدي اقدامات او عامه پوهاوى وکړي تر څو د ښځو لپاره هم د کار زمينه برابره شي.
د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل پژواک ته وويل، په دې شک نشته چې د دغه ولايت په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه کمرنګه ده.
ده وويل: ((زه ډېرې ښځې پېژنم چې لوړې زده کړې لري خو د امنيتي او کورنيو ستونزو له امله نه شي کولاى وظيفه واخلي او دلته ډېرى خلک په ادارو کې کار د ښځو لپاره عيب او شرم بولي.))
وکيل نيوکه وکړه چې په تېرو ١٤ کلونو کې دې برخې ته اړينه پاملرنه نه ده شوې خو تر دې وروسته بايد ورته لازم کار وشي.
په دې اړه د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب پژواک ته وويل چې په تېرو ١٤ کلونو کې ٤٢٠٠ نجونې د لوګر له ښوونځيو او ٦٠٣ تنه له دارالمعلمين څخه فارغې شوې دي.
هغه وويل چې له يادې شمېرې څخه څلور سوه تنه يې د پوهنې رياست جذب کړې دي خو پاتې نورو ته يې يا کورنۍ اجازه نه ورکوي او يا د هم د نورو ټولنيزو ستونزو له امله دندې نه شي ترسره کولاى.
د لوګر د ښځو چارو رييسې شيما زرګر پژواک ته وويل چې د لوګر په ټولو دولتي ادارو کې پنځه سوه ښځينه کارکوونکي کار کوي.
د هغې د معلوماتو له مخې، دغه ښځې د لوګر د ټولو دولتي مامورينو ١٣سلنه جوړوي چې د ښځو چارو، پوهنې او روغتيا په رياستونو کې کار کوي.
مېرمن زرګر وايي چې د يو شمېر موسسو په مرسته يې په کليو او بانډو کې په ياده برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړي چې ډېر ژر به مثبته پايله ولري.
د هغې په اند چې په دې برخه کې يې تر ډېره خپل مسووليت ترسره کړى خو امنيتي او دوديزې ستونزې د دې لامل شوي چې ښځې دندې ونه لري.
د لوګر د والي وياند سليم صالح هم دا ومنله چې د دغه ولايت په خصوصي او دولتي ادارو کې د ښځو ونډه کمه ده.
هغه هم امنيتي او دوديزې ستونزې په ګوته کړې خو زياته يې کړه چې په دې برخه کې جدي کار پيل شوى او ډېر ژر به نتيجه ورکړي.
د لوګر د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د ښځو په ګډون نږدې څلور زره نارينه په دولتي او خصوصي ادارو کې کار کوي چې شاوخوا ٥٠٠ ښځينه په کې شامل دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










