منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۵ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

کولمبیا کې پر یوې پوځي اډې د بې‌پیلوټه الوتکې برید؛ درې کسان وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي

· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک) – د کولمبیا پوځي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په شمال کې پر یوې پوځي اډې د بې‌پیلوټه الوتکې برید کې درې سرتېري وژل شوي او لږ تر لږه ۱۶ نور ټپیان دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د کولمبیا پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه برید د سان لوکاس غرونو لړۍ په لمن کې د سانتا روزا ډیل سور په نوم د یوه کوچني ښارګوټي پر پوځي اډه شوی دی.

سرچینې لیکلي چې تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی او د کولمبیا چارواکو هم د برید ترسره‌کوونکي نه دي په ګوته کړي.

د راپور له مخې، دغه سیمه د سرو زرو بډایه کانونه لري او له ډېرې مودې راهیسې ځینې «وسله‌والې یاغي ډلې» پر دې سیمه د واک ترلاسه کولو لپاره په خپلو کې سیالۍ کوي.

په همدې حال کې، د کولمبیا ولسمشر ابلاردو دلا اسپرییا د دغه برید په غبرګون کې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «هغه کسان چې د دغه برید تر شا لاس لري، د پټېدو لپاره به هيڅ ځای ونه لري.»

نوموړي زیاته کړې چې پر سرتېرو یې هر برید د کولمبیا د دفاع لپاره د حکومت هوډ لا پیاوړی کوي.