Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د يوه قوماندان په ګډون د داعش څلور بهرني وسله وال وژل شوي

جلال اباد- کلات (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٥): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريد په ترڅ کې د يوه قوماندان په ګډون د داعش څلور بهرني وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د ليندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې دغه هوايي بريد پرون ناوخته د اچين ولسوالۍ د عبدالخېلو پر سيمه کړى و.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د داعش د يوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي او د هغوى وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

مشرقيوال وايي چې وژل شوي وسله وال ټول بهرنيان دي، خو د هغوى  هويت يې په ډاګه نه کړ.

ده زياته کړه چې په دې پېښه کې ملکي او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د يو بل خبر له مخې، د زابل ولايت په شاه جوى ولسوالۍ کې د ملي ځواکونو له خوا پيل شوي عمليات روان دي.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال پژواک اژانس ته وويل چې دغه عمليات څلور ورځې مخکې پيل شوي او ډېرې سيمې يې له وسله والو پاکې کړې دي.

د هغه په وينا، له پرون راهيسې په دغو عملياتو کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

سيال وايي چې له وسله والو وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

داعش او طالب ډلو تر اوسه د يادو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.