ګردېز (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٥): په پکتيا ولايت کې یو شمېر لاريون کوونکو د کرکټ بورډ اداره دغه ولايت ته پر نه کار کولو تورنه کړې او غوښتنه يې کړې چې د پکتيا لوبغاړو ته دې پاملرنه زياته کړي.
دغه کسان چې د ګردېز ښار په مرکزي څلورلارو کې سره راټول شوي وو، شمېر يې شاوخوا دوه سوه تنو ته رسېد او له ځان سره يې د عدالت غوښتنې شعارونه هم لېږدول.
لار يون کوونکو ويل چې په کرکټ بورډ اداره کې د مسوولينو له خوا بې عدالتۍ نور ورته د زغملو وړ نه دي.
يوه لاريون کوونکي سيد جمال اصف خېل وويل، په کرکټ بورډ کې شته بي عدالتۍ نور د زغملو وړ نه دي او کرکټ بورډ اداره له پکتیا والو سره په خپلو ژمنو کې پاتي راغلي.
نوموړي زياته کړه، کرکټ اداره د لوبغاړو په ګومارنه کې نا انډولي کوي، د لويو پروژو په پلې کېدو کې فساد کوي او په ادارو کې خپل خپلوان په دنده ګوماري.
اصف خېل له ولسمشره غوښتنه وکړه چې د پکتیا ځوانان د کرکټ په برخه کې اړینې اسانتیاوې غواړي او کرکټ بورډ اداره دې څوک نه سیاسي کوئ .
د لاريون يو بل ګډونوال شاه سوار وويل چې په پکتیا کې د کرکټ بورډ له خوا د لوبغالي د جوړېدو یو کال کیږي، چې چاري پیل شوې خو تر دې دمه یې ۵ فیصده کار هم نه دی شوی، چې اوس یې د ناڅرګندو د لایلو له امله کار په ټپه ولاړ دی.
نوموړي زياته کړه، د پکتيا د کرکټ په لوبډلو کې با استعداده لوبغاړي شته خود ملي لوبـډلي ورتګ ته ېې دکرکټ بورډ ادارې غړو مخه نيولې.
دی وايي په دغه ولايت کې د کرکټ لپاره اکاډمي او نور هېڅ ډول امکانات نشته، چې لوبغاړي ورڅخه ګټه واخلي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي، چې د کرکټ اداره ټولو ولايتونو او لوبغاړو په يوه سترګه ګوري او هڅه کوي، چې په هر ولايت کې لوبغاړو ته د کرکټ د روزنې اسانتياوې برابرې کړي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې تېر کال د پکتيا ولايت په مرکز ښار په ٣٠ جريبه ځمکه کې د کرکټ د يوه معياري لوبغالی د جوړولو چارې پيل شوې چې ١٥،٩ ميليونه افغانۍ لګښت پرې پراځي.
هوتک زياته کړه چې همدا اوس د کرکټ په بېلا بېلو ملي لوبډلو کې د پکتيا لوبغاړي شته او هر لوبغاړى چې په کورنيو سياليو کې خپله وړتيا ثابته کړي، په ملي لوبـډلو کې ورته ځاى ورکول کېږي.
login or register a new account.