منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۷ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لاريون کوونکو کرکټ بورډ پکتيا ته پر نه پاملرنه تورن کړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۷ کتنې

ګردېز (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٥): په پکتيا ولايت کې یو شمېر لاريون کوونکو د کرکټ بورډ اداره دغه ولايت ته پر نه کار کولو تورنه کړې او غوښتنه يې کړې چې د پکتيا لوبغاړو ته دې پاملرنه زياته کړي.

دغه کسان چې د ګردېز ښار په مرکزي څلورلارو کې سره  راټول شوي وو، شمېر يې شاوخوا دوه سوه تنو ته رسېد او له ځان سره يې د عدالت غوښتنې شعارونه هم لېږدول.

لار يون کوونکو ويل چې په کرکټ بورډ اداره کې د مسوولينو له خوا بې عدالتۍ نور ورته  د زغملو وړ نه دي.

يوه لاريون کوونکي سيد جمال اصف خېل وويل، په کرکټ بورډ کې شته بي عدالتۍ نور د زغملو وړ نه دي او کرکټ بورډ اداره له پکتیا والو سره په خپلو ژمنو کې پاتي راغلي.

نوموړي زياته کړه، کرکټ اداره د لوبغاړو په ګومارنه کې نا انډولي کوي،  د لويو پروژو په پلې کېدو کې فساد کوي  او په ادارو کې خپل خپلوان په دنده ګوماري.

اصف خېل له ولسمشره غوښتنه وکړه چې د پکتیا ځوانان د کرکټ په برخه کې اړینې اسانتیاوې غواړي او کرکټ بورډ اداره دې څوک نه  سیاسي کوئ .

د لاريون يو بل ګډونوال شاه سوار وويل چې په پکتیا کې د کرکټ بورډ له خوا د لوبغالي د جوړېدو یو کال کیږي، چې چاري پیل شوې خو تر دې دمه یې ۵ فیصده کار هم نه دی شوی، چې اوس یې د ناڅرګندو د لایلو له امله کار په ټپه ولاړ دی.

نوموړي زياته کړه، د پکتيا د کرکټ په لوبډلو کې با استعداده لوبغاړي شته خود ملي لوبـډلي ورتګ  ته ېې دکرکټ بورډ ادارې  غړو مخه نيولې.

دی وايي په دغه ولايت کې د کرکټ لپاره اکاډمي او نور هېڅ ډول امکانات نشته، چې لوبغاړي ورڅخه ګټه واخلي.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي، چې د کرکټ اداره ټولو ولايتونو او لوبغاړو په يوه سترګه ګوري او هڅه کوي، چې په هر ولايت کې لوبغاړو ته د کرکټ د روزنې اسانتياوې برابرې کړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې تېر کال د پکتيا ولايت په مرکز ښار په ٣٠ جريبه ځمکه کې د کرکټ د يوه معياري لوبغالی  د جوړولو چارې پيل شوې چې  ١٥،٩ ميليونه افغانۍ لګښت پرې پراځي.

هوتک زياته کړه چې همدا اوس د کرکټ په بېلا بېلو ملي لوبډلو کې د پکتيا لوبغاړي شته او هر لوبغاړى چې په کورنيو سياليو کې خپله وړتيا ثابته کړي، په ملي لوبـډلو کې ورته ځاى ورکول کېږي.

د کرکټ بورډ وياند د بېلګې په توګه د ١٦ کلنو ملي لوبـډله ياده کړه چې په هر ولايت او زون کې له لوبغاړو څخه د ازموينو لړۍ پيل شوې ده او کوم لوبغاړي چې خپله وړتيا ثابته کړي، هغوى ته به په ١٦ کلنو لوبـډله کې ځاى ورکړل شي.

د لوبغاړو د ټاکنو په اړه هوتک وويل، چې کرکټ بورډ خپلواکه ټاکنيزه کمېټه لري چې ملي لوبـډلې ټاکي او د کرکټ ادارې مشرتابه پکې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي.

د پکتيا لوبډله چې د افغانستان په کچه په ولايتي سياليو کې څو کاله پرله پسې لومړی یا دويم مقام ګټي، د کرکټ په ملي لوبډلو، الف، ملي، ۱۹ کلونو او ملي ۱۶ کلونو لوبډلو کې شاوخوا ۱۸ لوبغاړي لري او د کرکټ بورډ له ولایتي دفتر سره تر ۱۲۰ زیاتې لوبډلې ثبت دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې