واشنګټن (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٥): په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې ترهګرو ته د ډله ييزو وژونکو وسلو د ترلاسه کولو په مخنيوي کې مرسته وکړي.
په ملګرو ملتونو کې دافغانستان سفير محموود صيقل دغه څرګندونې د امنيت شورا لخوا دډله ييزو وژونکو وسلو د مخنيوي په اړه د يوه بحث پرمهال کړې دي.
هغه له يو شمېر هېوادونو او نړيوالې ټولنې وغوښتل،د هغو هڅو ملاتړ وکړي، چې ترهګر د ډله ييزو وژنو وسلو او ټېکنالوژۍ ته لاسرسى پيدا نه کړي.
صيقل زياته کړې ، ځينې غير حکومتي کړۍ او په ځانګړې توګه ترهګرې ډلې د ډله ييزې وژنې وسلې کاروي .
د نوموړي په وينا، ډله ييزې وسلې او اتومي وسلې نړيوال ثبات او امنيت ته ستر ګواښونه رامنځته کړي دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفير ويلي، که څه هم تر اوسه په لويه کچه دغه خطرناکې وسلې نه دي کارول شوې، خو ترهګرې ډلې په دې هڅو کې دي چې دا ترلاسه کړي .
محمود صيقل وويل، دا د نړيوالې ټولنې مسووليت دى، چې په اغېزمنه توګه پر دې موضوع کار او مخنيوى يې وکړي.
د هغه په وينا، افغانستان د اتومي وسلو لرونکو هېوادونو په مينـځ کې واقع دى، ځکه نو تل يې د خطرناکو او ډله ييزو وژونکو د له منځه وړلو ملاتړ يې کړى دى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن