ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صيقل : ترهګرې ډلې هڅه کوي، د ډله ييزو وژنو وسلې ترلاسه کړي

صيقل : ترهګرې ډلې هڅه کوي، د ډله ييزو وژنو وسلې ترلاسه کړي

author avatar
16 Dec 2016 - 10:26
صيقل : ترهګرې ډلې هڅه کوي، د ډله ييزو وژنو وسلې ترلاسه کړي
author avatar
16 Dec 2016 - 10:26

واشنګټن (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٥):  په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې ترهګرو ته د ډله ييزو وژونکو وسلو د ترلاسه کولو په مخنيوي کې مرسته وکړي.

په ملګرو ملتونو کې دافغانستان سفير محموود صيقل دغه څرګندونې د امنيت شورا لخوا دډله ييزو وژونکو وسلو د مخنيوي په اړه د يوه بحث پرمهال کړې دي.

هغه له يو شمېر هېوادونو او نړيوالې ټولنې وغوښتل،د هغو هڅو ملاتړ وکړي، چې ترهګر د ډله ييزو وژنو وسلو او ټېکنالوژۍ ته لاسرسى پيدا نه کړي.

صيقل زياته کړې ، ځينې غير حکومتي کړۍ او په ځانګړې توګه ترهګرې ډلې د ډله ييزې وژنې وسلې کاروي .

د نوموړي په وينا، ډله ييزې وسلې او اتومي وسلې  نړيوال ثبات او امنيت ته ستر ګواښونه رامنځته کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفير ويلي، که څه هم تر اوسه په لويه کچه دغه خطرناکې وسلې نه دي کارول شوې، خو ترهګرې ډلې په دې هڅو کې دي چې دا ترلاسه کړي .

محمود صيقل وويل، دا د نړيوالې ټولنې مسووليت دى، چې په اغېزمنه توګه پر دې موضوع کار او مخنيوى يې وکړي.

د هغه په وينا، افغانستان د اتومي وسلو لرونکو هېوادونو په مينـځ کې واقع دى، ځکه نو تل يې د خطرناکو او ډله ييزو وژونکو د له منځه وړلو ملاتړ يې کړى دى .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.