پل علم (پژواک،۲۷ لیندۍ ۹۵): چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې د نجونو یو ښوونځی سوځولی دی.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب د لیندۍ په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې بېګا ناپېژانده وسله والو د محمد اغې ولسوالۍ د کتب خېلو په کلي کې د شهید شهسوار د نجونو منځني ښوونځي ودانۍ په بشپړه توګه سوځولې ده.
عرب زیاتوي، د وسله والو یوه ډله لومړی ښوونځي ته ننوتلې، ساتونکی یې تړلی او بیا یې پر ټوله ودانی تېل شیندلي او سوځولې یې ده.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند وايي چې په یاده ودانۍ کې لس درسي خونې، ادارې او تدریسي اسناد، کتابونه، مېزونه او چوکۍ ټول سوځېدلي دي.
شاپور عرب د یادې پېښې له امله د اوښتي مالي زیان په اړه دقیق معلومات نه درلودل.
هغه دغه راز وايي چې په یاد ښوونځي کې ۵۵۰ نجونو زده کړې کولې.
د اجمل په نوم د کتب خېلو یوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته ویلي، دوی د شپې خبر شول چې ښوونځي ته اور اچول شوی، خو په سیمه کې د خراب امنیتي وضعیت له امله یې ونه غوښتل چې سیمې ته ورشي.
بلخوا د محمد اغې ولسوال نصیراحمد امین پژواک خبري اژانس ته د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې دوی یې په اړه پلټنې پيل کړې خو تر اوسه یې په پېښه کې د لاس لرلو په تور څوک نه دي نیولي.
د پوهنې وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره چې یوه کاپي یې پژواک خبري اژانس ته هم رالېږل شوې، یاده پېښه تایید کړې او دغه کار یې د علم او پوهې د دښمنانو کار بللی دی.
په خبرپاڼه کې له امنیتي ارګانونو غوښتل شوي چې د پېښې عاملین دې ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یاد ښوونځي ودانۍ یو شخصي کور و چې د پوهنې وزارت له خوا د نجونو د ښوونځي لپاره په کرایه نیول شوی و.
دا په داسې حال کې د ه چې تېره ورځ د ملي پيغام په نوم د راډیو مسوول مدیر، قاضي مدثر هم په همدې سیمه کې د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP