Language

کندوز کې د “شفق٢” ژمني عمليات پېليږي

کندوز (پژواک ٢٧ ليندۍ ٩٥): کندوز کې ارشد پوځي او ملکي چارواکي وايي، د دې ولايت په څو ناامنو سيمو کې به ډېر ژر د "شفق٢" په نوم عمليات پيل کړي، چې په دغو عملياتو کې به د هوا او ځمکې له لارې د طالبانو ځالې له منځه يوړل شي.

د هېواد په شمال ختيځ کې د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان لوى پاسوال شېرعزيز کامه وال، پرون شپه ناوخته چې د کندوز ښار له پوستو څخه يې ليدنه کوله؛ خبريالانو ته وويل چې سږ کال ژمي په ياد ولايت کې د طالبانو د له منځه وړلو او امنيت ټينګښت لپاره پراخه پلانونه په پام کې نيول شوي دي.

هغه زياته کړه: "موږ په ژمي کې د طالبانو د له منځه وړلو لپاره پياوړي پلانونه په پام کې نيولي چې نن تاسو د دې شاهد ياست چې موږ د زرخريد له سيمې ليدنه وکړه او د دغو پلانونو پر بنسټ به طالبان نور د کندوز ښار د نيولو فکر له ځانه سره ګور ته يوسي."

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې ټول امنيتي ځواکونه د "شفق٢" عملياتو د ترسره کولو لپاره بشپړه همغږي لري، وويل چې په دغو عملياتو کې به د طالبانو ځالې د هوا او ځمکې له لارې له منځه يوړل شي.

دغه راز د کندوز والي اسدالله عمرخېل هم وويل: "درې ولسوالۍ (اقتاش، کلباد او ګل تېپه) چې په دې وروستيو کې د ولسمشر له لوري منظور شوې وې، ډېر ژر به د طالبانو له موجوديت پاکې شي او موږ د طالبانو د له منځه وړلو لپاره ډېر پراخه عمليات په پام کې نيولي او د کندوز خلکو ته ډاډ ورکوو چې نور به طالبان هېڅکله هم د کندوز ښار ونه نيسي."

د کندوز امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم هاشمي وويل، امنيتي ځواکونه ٢٤ ساعته په ښار کې ګزمه کوي او خلک دې د راتلونکي کال د وضعيت ښه والي ته ډاډه اوسي.

هاشمي وويل: "موږ شپه و ورځ خپلې ګزمې او عمليات کوو، خلکو ته ډاډ ورکوو چې د تېر کال په پرتله به د دغه ولايت وضعيت ښه شي."

کندوز په تېر يوه کال کې د وسله والو طالبانو له لوري دوه ځلې ونيول شو او اوس هم په دې ولايت کې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته روانه ده، چې تر ډېره د امام صاحب، قلعه زال، ارچي، چهاردرې، علي اباد او خان اباد ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو په لاس کې دي.

د ويلو ده، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې په ټول هېواد کې د "شفق١" عمليات پيل شوي، خو بيا هم څو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.

خو امنيتي بنسټونه وايي، د "شفق١" عمليات په ښه توګه روان دي او امنيتي ځواکونو د يادو عملياتو په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.