مزارشريف (پژواک، ۲۹ ليندۍ ۹۵): په بلخ ولايت کې له اتو کلونو د کوکنارو د کر له صفر کېدو وروسته له تېرو دوو کلونو راهیسې د کوکنارو کر بيا پيل شوی دی.
سږ کال د تېر کال په پرتله د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې څو برابره ډېر کوکنار کرل شوي دي.
د دغه ولايت کروندګر وايي چې د دولت له اړخه ډاډه دی چې کوکنار يې نه اړول کېږي خو دولت وايي چې کوکنارو د له منځه وړو په تړاو يې مبارزه جدي ده.
بلخ، د بلخ ولايت له هغو ولسواليو څخه ده چې کروندګرو يې له تېرو دوو کلونو بيا د کوکنارو کر ته مخه کړې ده.
د يادې ولسوالۍ د وزيراباد کلي اوسېدونکي محمد يونس پژواک خبري اژانس ته وويل چې په کلي کې يې د تېر کال په پرتله ډېر کوکنار کرل شوي دي.
هغه وايي چې په دې ولسوالۍ کې د کوکنار له کرلو يوه مياشت تېره شوې چې تر اوسمهاله يې له ځمکې سر ايستلی دی.
نوموړي زياته کړه: ((تېر کال موږ په يو جريب ځمکه کې کوکنار کرلي؛ دولت څه ونه ويل، سږ مو په شپږ جريبه کې وکرل.))
د هغه په وينا، کروندګرو ډېری هغه ځمکې چې اوبه کمې لري، د کوکنار د کر لپاره بېلې کړې، تر دې چې ځينو کروندګرو تر شل جريبه پورې کوکنار وکرل.
خو د چمتال ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د کلي اوسېدونکي سيد ګل پژواک ته وويل چې د دوی په سيمه کې ډېری کروندګرو پرته له کوکنار بل څه نه دي کرلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP