مزارشريف (پژواک، ۲۹ ليندۍ ۹۵): په بلخ ولايت کې له اتو کلونو د کوکنارو د کر له صفر کېدو وروسته له تېرو دوو کلونو راهیسې د کوکنارو کر بيا پيل شوی دی.
سږ کال د تېر کال په پرتله د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې څو برابره ډېر کوکنار کرل شوي دي.
د دغه ولايت کروندګر وايي چې د دولت له اړخه ډاډه دی چې کوکنار يې نه اړول کېږي خو دولت وايي چې کوکنارو د له منځه وړو په تړاو يې مبارزه جدي ده.
بلخ، د بلخ ولايت له هغو ولسواليو څخه ده چې کروندګرو يې له تېرو دوو کلونو بيا د کوکنارو کر ته مخه کړې ده.
د يادې ولسوالۍ د وزيراباد کلي اوسېدونکي محمد يونس پژواک خبري اژانس ته وويل چې په کلي کې يې د تېر کال په پرتله ډېر کوکنار کرل شوي دي.
هغه وايي چې په دې ولسوالۍ کې د کوکنار له کرلو يوه مياشت تېره شوې چې تر اوسمهاله يې له ځمکې سر ايستلی دی.
نوموړي زياته کړه: ((تېر کال موږ په يو جريب ځمکه کې کوکنار کرلي؛ دولت څه ونه ويل، سږ مو په شپږ جريبه کې وکرل.))
د هغه په وينا، کروندګرو ډېری هغه ځمکې چې اوبه کمې لري، د کوکنار د کر لپاره بېلې کړې، تر دې چې ځينو کروندګرو تر شل جريبه پورې کوکنار وکرل.
خو د چمتال ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د کلي اوسېدونکي سيد ګل پژواک ته وويل چې د دوی په سيمه کې ډېری کروندګرو پرته له کوکنار بل څه نه دي کرلي.
نوموړي زياته کړه چې په سيمه کې يې داسې کروندګر شته چې به شپېته جريبه ځمکه کې يې کوکنار کرلي دي.
هغه وويل: ((کوکنار د نورو کښتونو په پرتله کم لګښت او کمه خواري غواړي، خلک هم داسې فکر کوي چې دولت ورته څه نه وايي، نو ټولو يې د کرلو جرئت وکړ.))
نوموړي زياته کړه چې په جريب ځمکه کې کرل شوې پنبه کروندګر ته تر ۵۰زره افغانيو پورې عوايد کوي؛ خو په همدومره ځمکه له کرل شوو کوکنار تر ۱۵۰زره پورې افغانۍ ترلاسه کوي.
سيدګل وويل چې د نورو کښتونو بازار هم په هغه کچه نه دی چې کروندګر دې ترې وړ ګټه واخيستلی شي؛ نو يو ډول د کوکنار د کر ډېرې مادي ګټې ته خوښ دي.
د بلخ ولايت چارواکې تر دې دمه په دغه ولايت کې د کوکنار د کر په اړه له مثبت او منفي ځواب ورکولو پرته وايي چې که چېرې کوکنار کرل شوي وي نو دوی به يې له کروندګرو سره قانوني چلند وکړي.
د بلخ د سرپرست والي وياند منير فرهاد پژواک ته د تېر کال د کوکنارو د کر د پخلي تر څنګ زياته کړه چې په سږني کال کې يې د کوکنارو د کر اوازې اورېدلې خو لا راپورونه کره او بشپړ نه دي.
نوموړي زياته کړه چې دولت هوډ لري، که چېرې کروندګر کوکنار وکري؛ نو دوی به ځمکې واوړوي.
هغه وايي: ((د بلخ والي د تېرو کلونو په څېر د کوکنار د کر پر وړاندي جدي دی او هېڅوک به پرې نه ږدي چې له دې غير قانوني چارې ګټه پورته کړي.))
نوموړي د کروندګرو د ستونزو د تاييد تر څنګ زياته کړه چې په بلخ کې د کروندګرو د چارو د سمون لپاره بېلابېلې هڅې کېږی.
هغه په دغه ولايت کې د سړو خونو جوړېدل، د کارېزونو او د اوبو د بندونو جوړول او په وروستيو کلونو کې د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروژې د پلې کېدو يادونه وکړه.
د والي وياند وايي چې په بلخ کې د کوکنار د کر مخينه له شل- پنځلس کلونو ډېره نه ده، له دې وړاندې کروندګر څه کول چې اوس د يو غير قانوني کار د ترسره کېدو لپاره د ستونزو د شتون پلمې جوړوي.
منير فرهاد وويل چې دوه کاله وړاندې له اتو کلونو په بلخ کې کوکنار صفر و، دولت هڅه کوي چې د دغه ولايت دغه امتياز بېرته ژوندی کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










