Language

پکتیکا کې د کرنې انسټیټیوټ ته ودانۍ جوړه شوه

ښرنه (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٥): د پکتيکا په مرکز کې د کرنې انسټيټيوت ودانۍ په داسې حال کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه چې په دغه ولايت کې ٦٠ سلنه ښوونيز بنسټونه ودانۍ نه لري.

د پکتيکا د پوهنې رييس محمد نسيم واجد د ليندۍ په ٢٩مه د ياد انسټيټوټ د پرانيستو په غونډه کې وويل چې دغه ودانۍ د يو کال په موده کې د ١٤ ميليونه افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې جوړه شوې ده.

هغه وويل چې تر دې وړاندې يې د کرنې انسټيټيوټ لپاره ځانګړې ودانۍ نه لرله او له دې وروسته به يې په دې برخه کې ستونزې هوارې شي.

په دې غونډه کې د پکتيکا والي الياس وحدت هم د يادې ودانۍ پر جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې په دغه ولايت کې ٦٠ سلنه ښوونيز بنسټونه ودانۍ نه لري.

هغه زیاته کړه: ((موږ کوښښ کوو چې په وار وار دې ټولو ښوونيزو مرکزونو ته ودانۍ جوړې کړو.))

د دغه انسټيټيوټ يو محصل جمعه رات پژواک ته وويل چې دوی پخوا د حسابدارۍ په انسټيټيوټ کې زده کړې کولې او خپله ودانۍ يې نه لرله.

ده وويل: ((دا ډېر ښه کار وشو، دلته موږ ته مناسب درسي چاپېريال برابر دى.))

د يادونې ده، په ټوله پکتيکا کې ٣٤٧ ښوونيز مرکزونه دي چې له دغه شمېر څخه ٦٠ سلنه يې ودانۍ نه لري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.