مزار شريف (پژواک، ٤ مرغومى ٩٥): د بلخ ولايتي شورا رييس وايي، والي عطاء محمد نور د جمعيت ګوند په استازيتوب له ولسمشر سره خبرې کوي او دا لړۍ ادامه لري.
په دې وروستيو کې د بلخ د سرپرست والي او د جمعيت ګوند د اجرايي مشر عطامحمد نور او ارګ ترمنځ د ايتلاف خبرې رسنيو ته راوتلې وې، چې دغه کار د جمعیت ګوند د ځينو نورو مشرانو غبرګونونه را وپارول.
عطامحمد نور ویلي، اجرائیه مشر عبدالله عبدالله د ملي یووالي په حکومت کې د جمعیت استازیتوب نه شي کولای، نو ځکه یې د ګوند په استازيتوب له ولسمشر سره په خپله خبرې پيل کړې دي.
بلخوا د جمعیت ګوند ځينې نور مشران بیا له ولسمشر سره د عطامحمد نور د خبرو په اړه مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې له دوی سره په دې اړه سلا مشورې نه دي شوي.
په دې وروستيو ورځو کې د جمعيت ګوند د مشرانو تر منځ ګڼې غونډې هم شوې او پرون په کابل کې په دې اړه يوه لويه غونډه جوړه شوې وه او ګڼ شمېر مشرانو په کې برخه اخيستې وه.
د دې ترڅنګ عطامحمد نور او ډاکتر عبدالله د ګوند له مرکزي مشرانو ځانګړې ليدنې کتنې هم پيل کړې دي.
د بلخ ولايتي شورا رييس او د والي نږدې ملګرى ډاکټر محمد افضل حديد وايي، عطامحمد نور د جمعيت ګوند په استازولۍ له ولسمشر سره خبرې کوي او دا لړۍ ادامه لري.
هغه د مرغومي په ٤مه، پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال د ضياء مسعود په کور کې په همدې تړاو ناستې ته اشاره وکړه، چې د جميعت ګوند له رهبري سره د يادو خبرو اترو په تړاو د بحث له امله لږ ټکنيتوب رامنځ ته شوی؛ نور هېڅ ستونزه نشته، د خبرو لړۍ ادامه لري او هېچا يې مخالفت نه دی کړی.
حديد د جمعيت او ارګ ترمنځ د خبرو د پايلو په اړه يې وويل، په دې تړاو قضاوت کول به له وخته وړاندې وي؛ خو نوموړي وويل، چې عطامحمد نور د جميعت په استازولۍ خبرې کولی شي.
هغه زياته کړه: ((څوک چې د دې خبرو اترو مخالفت کوي او يا هم وايي چې عطامحمد نور د دغه خبرو حق نه لري، دا يې شخصي نظر دی.))
د بلخ د ولايتي شورا رييس وايي، دا مسئله دومره ساده نه ده، کله چې د جمعيت او ارګ تر منځ د توافق خبره کېږي؛ نو له ولسمشر سره پرې خبرې شوې دي.
دى زياتوي: ((پرېږدئ چې دا خبرې روانې اوسي، ځکه چې دغه لړۍ د افغانستان د ملي ګټو او د اوسنيو بحراني شرايطو د حل او نظام د ملاتړ لپاره روانې دي.))
login or register a new account.