منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ د ولايتي شورا رييس: د عطامحمد نور او ارګ ترمنځ خبرې روانې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

مزار شريف (پژواک، ٤ مرغومى ٩٥): د بلخ ولايتي شورا رييس وايي، والي عطاء محمد نور د جمعيت ګوند په استازيتوب له ولسمشر سره خبرې کوي او دا لړۍ ادامه لري.

په دې وروستيو کې د بلخ د سرپرست والي او د جمعيت ګوند د اجرايي مشر عطامحمد نور او ارګ ترمنځ د ايتلاف خبرې رسنيو ته راوتلې وې، چې دغه کار د جمعیت ګوند د ځينو نورو مشرانو غبرګونونه را وپارول.

عطامحمد نور ویلي، اجرائیه مشر عبدالله عبدالله د ملي یووالي په حکومت کې د جمعیت استازیتوب نه شي کولای، نو ځکه یې د ګوند په استازيتوب له ولسمشر سره په خپله خبرې پيل کړې دي.

بلخوا د جمعیت ګوند ځينې نور مشران بیا له ولسمشر سره د عطامحمد نور د خبرو په اړه مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې له دوی سره په دې اړه سلا مشورې نه دي شوي.

په دې وروستيو ورځو کې د جمعيت ګوند د مشرانو تر منځ ګڼې غونډې هم شوې او پرون په کابل کې په دې اړه يوه لويه غونډه جوړه شوې وه او ګڼ شمېر مشرانو په کې برخه اخيستې وه.

د دې ترڅنګ عطامحمد نور او ډاکتر عبدالله د ګوند له مرکزي مشرانو ځانګړې ليدنې کتنې هم پيل کړې دي.

د بلخ ولايتي شورا رييس او د والي نږدې ملګرى ډاکټر محمد افضل حديد وايي، عطامحمد نور د جمعيت ګوند په استازولۍ له ولسمشر سره خبرې کوي او دا لړۍ ادامه لري.

هغه د مرغومي په ٤مه، پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال د ضياء مسعود په کور کې په همدې تړاو ناستې ته اشاره وکړه، چې د جميعت ګوند له رهبري سره د يادو خبرو اترو په تړاو د بحث له امله لږ ټکنيتوب رامنځ ته شوی؛ نور هېڅ ستونزه نشته، د خبرو لړۍ ادامه لري او هېچا يې مخالفت نه دی کړی.

حديد د جمعيت او ارګ ترمنځ د خبرو د پايلو په اړه يې وويل، په دې تړاو قضاوت کول به له وخته وړاندې وي؛ خو نوموړي وويل، چې عطامحمد نور د جميعت په استازولۍ خبرې کولی شي.

هغه زياته کړه: ((څوک چې د دې خبرو اترو مخالفت کوي او يا هم وايي چې عطامحمد نور د دغه خبرو حق نه لري، دا يې شخصي نظر دی.))

د بلخ د ولايتي شورا رييس وايي، دا مسئله دومره ساده نه ده، کله چې د جمعيت او ارګ تر منځ د توافق خبره کېږي؛ نو له ولسمشر سره پرې خبرې شوې دي.

دى زياتوي: ((پرېږدئ چې دا خبرې روانې اوسي، ځکه چې دغه لړۍ د افغانستان د ملي ګټو او د اوسنيو بحراني شرايطو د حل او نظام د ملاتړ لپاره روانې دي.))

حديد وويل، نه غواړي چې څوک دې د دې خبرو پر وړاندې خپلې سليقوي او شخصي ګټې مطرح کړي.

د هغه په وينا، دغه تصميم ځکه ونيول شو، چې ډاکټر عبدالله عبدالله د ملي وحدت په توافق کې پاتې راغلی؛ نو د جمعيت ګوند رهبري تصميم ونيو، چې له ولسمشر سره د افغانستان په ګټه له سره خبرې وکړي او دغه لړۍ پيل شوه.

تر دې مخکې په ولسي جرګه کې د بلخ وکيل او د والي نږدې ملګري فرهاد عظيمي هم رسنيو ته ويلي، چې د ملي يووالي حکومت د تړون تطبيق د ولسمشر او عطامحمد نور د خبرو مهم ټکى دى.

هغه ادعا کړې، نور وروسته له ولسمشر سره په دې اړه خبرې پيل کړې، چې اجرائيوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د حکومت او جمعيت ګوند ژمنې عملي نه کړې.

بلخوا د اجرائيوي رييس يوه سلاکار سيد اقا حسين سنچارکي ويلي، د بلخ والي عطامحمد نور د خپلو شخصي مسايلو په اړه له ولسمشر سره کتلې دي.

د يادونې وړ ده چې عطامحمد نور د بلخ د سرپرست والي ترڅنګ د جمعيت اسلامي ګوند د اجرائيه شورا مشر هم دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست