ښرنه (پژواک، ٨ مرغومى ۹۵): په پکتيکا ولايت کې د کليو پراختيا رياست ودانۍ تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه او د يو بل ښوونځي د جوړېدو چارې پيل شوې.
د پکتيکا په مرکز ښرنې ښار کې ودانۍ د کليو پراختيا رياست د ودانۍ د پرانيستې په غونډه کې د دغه رياست مشر نجيب الله جاهد وويل چې دغه ودانۍ د ١٤،٥ ميليونه افغانيو په لګښت د لسو مياشتو په موده کې جوړه شوې ده.
هغه وويل چې تر دې وړاندې د کليو پراختيا رياست خپله ودانۍ نه درلوده او دغه ودانۍ يې په درېيو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.
ده زياته کړه چې د دې ودانۍ مالي لګښت د کليو پراختيا وزارت له پراختيايي بوديجي څخه ورکړل شوې ده.
جاهد وايي چې د دوی رياست په دغه ولايت کې ګڼې پروژې پلې کړې چې سلګونو ځوانانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.
دغه راز په پکتيکا کې د مدنې ټولنو د همغږۍ دفتر مشر خورشيد امان کټوازي وويل چې په تېر يو کال کې د کليو او پراختيا رياست په هغو سيمو کې پروژې پلې کړې چې نا امني په کې ډېره وه.
ده هم وويل چې د دې پروژو د پلې کېدو له امله ګڼو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوې او د پخوا په پرتله يې کيفيت هم ښه دى.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا په نا رسمي بکخېلو ولسوالۍ کې د هاشميه ښوونځي د جوړونې چارې پيل شوې.
د دې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د پکتيکا والي محمد الياس وحدت وويل چې په دغه ولايت کې د پوهنې بهير د پياوړتيا لپاره اړينې هلې ځلې کوي.
د ده په خبره، هاشمیه ښوونځي که څه هم پخوا ودانۍ لرله خو د زده کوونکو شمېر يې زیات وو او د دوی لپاره یې بسنه نه کوله.
بل لور ته د پکتیکا د پوهنې ريیس نسیم واجد وایي چې د هاشمیه ښوونځي لپاره نوې جوړېدونکې ودانۍ د پوهنې وزارت د انکشافي بودیجې د ۱۴ ميليونه افغانيو په مالي لګښت جوړېږي.
هغه وايي چې د دې ودانۍ د جوړونې چارې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP