منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۶ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیکا د کلیو او پراختیا ریاست ته ودانۍ جوړه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۸ کتنې

ښرنه (پژواک، ٨ مرغومى ۹۵): په پکتيکا ولايت کې د کليو پراختيا رياست ودانۍ تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه او د يو بل ښوونځي د جوړېدو چارې پيل شوې.

د پکتيکا په مرکز ښرنې ښار کې ودانۍ د کليو پراختيا رياست د ودانۍ د پرانيستې په غونډه کې د دغه رياست مشر نجيب الله جاهد وويل چې دغه ودانۍ د ١٤،٥ ميليونه افغانيو په لګښت د لسو مياشتو په موده کې جوړه شوې ده.

هغه وويل چې تر دې وړاندې د کليو پراختيا رياست خپله ودانۍ نه درلوده او دغه ودانۍ يې په درېيو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.

ده زياته کړه چې د دې ودانۍ مالي لګښت د کليو پراختيا وزارت له پراختيايي بوديجي څخه ورکړل شوې ده.

جاهد وايي چې د دوی رياست په دغه ولايت کې ګڼې پروژې پلې کړې چې سلګونو ځوانانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.

دغه راز په پکتيکا کې د مدنې ټولنو د همغږۍ دفتر مشر خورشيد امان کټوازي وويل چې په تېر يو کال کې د کليو او پراختيا رياست په هغو سيمو کې پروژې پلې کړې چې نا امني په کې ډېره وه.

ده هم وويل چې د دې پروژو د پلې کېدو له امله ګڼو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوې او د پخوا په پرتله يې کيفيت هم ښه دى.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا په نا رسمي بکخېلو ولسوالۍ کې د هاشميه ښوونځي د جوړونې چارې پيل شوې.

د دې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د پکتيکا والي محمد الياس وحدت وويل چې په دغه ولايت کې د پوهنې بهير د پياوړتيا لپاره اړينې هلې ځلې کوي.

د ده په خبره، هاشمیه ښوونځي که څه هم پخوا ودانۍ لرله خو د زده کوونکو شمېر يې زیات وو او د دوی لپاره یې بسنه نه کوله.

بل لور ته د پکتیکا د پوهنې ريیس نسیم واجد وایي چې د هاشمیه ښوونځي لپاره نوې جوړېدونکې ودانۍ د پوهنې وزارت د انکشافي بودیجې د ۱۴ ميليونه افغانيو په مالي لګښت جوړېږي.

هغه وايي چې د دې ودانۍ د جوړونې چارې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

نوموړي زیاته کړه، د ښوونځي لپاره په نوې جوړېدونکې ودانۍ کې به ټول اړینې اسانتياوې په پام کې ونیول شي.

د پکتيکا د بکخېلو ولسوالۍ اوسېدونکي سيدمحمد پژواک ته وويل چې دغه ولسوالي د پکتيکا يوه له نا رسمي ولسواليو ده چې په تېرو څوارلسو کلونو کې د دولت له پامه غورځېدلې وه او د بيارغوني ښووني او روزني او نورو برخو کې ورته پاملرنه نه وه شوې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه