ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر پوهنتون تدريسي ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

د لوګر پوهنتون تدريسي ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

author avatar
29 Dec 2016 - 15:56
د لوګر پوهنتون تدريسي ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
author avatar
29 Dec 2016 - 15:56

پل علم (پژواک، ٩ مرغومى ٩٥): د لوګر ولايت د پوهنتون تدريسي ودانۍ جوړه او د مرغومي په ٩مه، ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د لوګر د والي وياند سليم صالح  پژواک خبري اژانس ته وويل  چې د پوهنتون د ودانۍ د پرانېستې په مراسمو کې والي محمد حليم فدايي، د لوړو زده کړو وزارت وزيرې پوهنوال فريده مومند، د وزارت رييسانو او سلاکارانو، د کابل پوهنتون رييس  او د ولسمشر سلاکار پوهاند حميد الله فاروقي، په ملي شورا او ولايتي شورا کې ددې ولايت استازو، قومي مشرانو او ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.

د لوګر  والي محمد حليم فدايي پژواک خبري اژانس ته وويل ، د پوهنتون تدريسي ودانۍ د لوړو زده کړو وزارت له پراختيايي بوديجې څخه په  ٥٣ ميليونه او ٥٣٥ زره افغانيو لګښت جوړه شوې ده .

هغه زياته کړه چې په دې ودانۍ کې ٨ تدريسي خونې، ١٤ دډيپارټمنټونو خونې، يو د غونډو تالار، لابراتوار، د پوهنتون سکرټريټ، اداري خونې او نور ملحقات په دوو پوړونو کې جوړ شوي دي.

دغه راز فدايي وويل چې د لوګر د لوړو زده کړو موسسې له عادي بوديجې څخه ۴۹۰ پايه بازو داره څوکۍ هم ورته اخيستل شوې دي.

فدايي وايي چې د دې تدريسي ودانۍ ترڅنګ د ليليې ودانۍ هم شامله ده چې د ژمي په راتګ سره يې تخنيکي کارونه وځنډېدل .

هغه زياته کړه چې پوهنتون ددې ولايت د خلکو پخوانۍ غوښتنه وه او ددې ودانۍ پرانېستلو سره يې د خلکو خوب رښتيا شو.

د والي وياند وايي چې د ليليې ودانۍ يې  په درې پوړونو کې  جوړه شوې  چې  د ٣٦٠ محصلينو د اوسېدلو ظرفيت لري .

د لوګر پوهنتون په ۱۳۹۳ کال کې منظور شو، اوس مهال يو پوهنځی او څلور څانګې لري،  چې د نهو تنو استادانو لخوا په کې ٢٨٠ محصلينو ته تدريس کېږي، چې ٤٣ تنه يې نجونې دي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.