جلال اباد (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۵) : د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوال وايي چې سږکال د دغې ولسوالۍ اړوند په دولتي ځمکو کې هم کوکنار کرل شوي دي.
ولسوال غالب مجاهد له پژواک سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال زياته کړه چې دغه کوکنار د کانال په دولتي ځمکو کې کرل شوي دي.
په دغه ولسوالۍ کې د ننګرهار کانال زرګونه جريبه ځمکه شته چې هم په کې د زيتونو د ونو فارمونه دي او هم د کر لپاره مساعده ده.
د دغو فارمونو ډيره برخه يې له وسله والو طالبانو سره ده او په کمه اندازه له دولت سره ده؛ خو د ولسوال د معلوماتو له مخې چې د دغو ځمکو اجاره دوه ځله اخيستل کيږي، يو ځل يې دولت او بل ځل يې وسله وال طالبان اخلي.
ولسوال غالب وايي، د دغې ولسوالۍ په ګولاى سيمه کې چې د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده، په دولتي ځمکو کې کوکنار کرل شوي دي.
هغه که څه هم په دې اړه چې دوی به د دغې ځمکې د لاسته راوړلو لپاره څه هلې ځلې وکړي څه ونه ويل؛ خو تر دې پخوا يې د يوه پلاوي د رالېږلو غوښتنه کړې وه چې په خبره يې د دغو ځمکو د معلومولو په خاطر دې دغې ولسوالۍ ته ورشي.
ولسوال دا غوښتنه له پژواک سره په مرکه کې کړې وه او تازه يې دا وويل چې دغه پلاوى تېره اوونۍ يادې ولسوالۍ ته ورغلی و.
د حاجي غالب د معلوماتو له مخې، په پلاوي کې د کانال رياست، څارنوالۍ، ولايت مقام او يو شمېر نورو ادارو استازي شامل وو او د ټولو فارمونو له امرينو يې په دې اړه پوښتنې کړې دي.
هغه د ياد پلاوي د پلټنو په اړه معلومات نه درلودل؛ خو تمه يې وښوده چې د دغه پلاوي په پلټنو کې به ثابته شي چې د کانال څومره ځمکه له وسله والو طالبانو سره ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP