جلال اباد (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۵) : د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوال وايي چې سږکال د دغې ولسوالۍ اړوند په دولتي ځمکو کې هم کوکنار کرل شوي دي.
ولسوال غالب مجاهد له پژواک سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال زياته کړه چې دغه کوکنار د کانال په دولتي ځمکو کې کرل شوي دي.
په دغه ولسوالۍ کې د ننګرهار کانال زرګونه جريبه ځمکه شته چې هم په کې د زيتونو د ونو فارمونه دي او هم د کر لپاره مساعده ده.
د دغو فارمونو ډيره برخه يې له وسله والو طالبانو سره ده او په کمه اندازه له دولت سره ده؛ خو د ولسوال د معلوماتو له مخې چې د دغو ځمکو اجاره دوه ځله اخيستل کيږي، يو ځل يې دولت او بل ځل يې وسله وال طالبان اخلي.
ولسوال غالب وايي، د دغې ولسوالۍ په ګولاى سيمه کې چې د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده، په دولتي ځمکو کې کوکنار کرل شوي دي.
هغه که څه هم په دې اړه چې دوی به د دغې ځمکې د لاسته راوړلو لپاره څه هلې ځلې وکړي څه ونه ويل؛ خو تر دې پخوا يې د يوه پلاوي د رالېږلو غوښتنه کړې وه چې په خبره يې د دغو ځمکو د معلومولو په خاطر دې دغې ولسوالۍ ته ورشي.
ولسوال دا غوښتنه له پژواک سره په مرکه کې کړې وه او تازه يې دا وويل چې دغه پلاوى تېره اوونۍ يادې ولسوالۍ ته ورغلی و.
د حاجي غالب د معلوماتو له مخې، په پلاوي کې د کانال رياست، څارنوالۍ، ولايت مقام او يو شمېر نورو ادارو استازي شامل وو او د ټولو فارمونو له امرينو يې په دې اړه پوښتنې کړې دي.
هغه د ياد پلاوي د پلټنو په اړه معلومات نه درلودل؛ خو تمه يې وښوده چې د دغه پلاوي په پلټنو کې به ثابته شي چې د کانال څومره ځمکه له وسله والو طالبانو سره ده.
د بټي کوټ ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى عزيز الله هم وايي چې پر دولتي ځمکو وسله والو طالبانو کوکنار کرلي او بيا ترې ښه ډېر حاصل ترلاسه کوي.
نوموړى وايي چې يادې دولتي ځمکې کروندګرو ته په اجاره ورکول کېږي، خو کومې ساحې چې له طالبانو سره دي، هغوى يې د اجارې پيسې اخلي او کوم چې له دولت سره دي نو دولت يې د اجارې پيسې راټولوي.
بلخوا د ننګرهار د کانال رييس انجينر غلام حضرت عبدالرحيمزی عبدالرحيمزي پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال د بټي کوټ پر ولسوال نيوکه وکړه چې هلته يې امنيت نه دی تامين کړی؛ ځکه خو د کانال ځمکه د طالبانو په لاس کې ده.
هغه وايي، د دوی امنيتي ساتوونکي کم دي او نه شي کولی چې د فارمونو ساتنه وکړي او ولسوالۍ هم ورسره په دغه برخه کې مرسته نه کوي.
عبدالرحيمزي زياته کړه: ((ولسوال چې ويل يې زه د کندوز جنګ ګټم؛ نو لومړى دې بټي کوټ له طالبانو خلاص کړي، چې دولتي ځمکه د هغوی له واکه ووځي.))
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی بيا وايي چې د دغو فارمونو د بشپړ کنټرول په موخه امنيتي غونډو کې بحثونه روان دي او ډير ژر به يې په اړه يو پلان جوړ شي.
خوږياڼی وايي، د ولسوالۍ چارواکو ته لارښوونه شوې چې د يادو فارمونو په ساتلو کې له کانال رياست سره همکاري وکړي.
د يادولو ده چې شاوخوا دوه مېاشتې وړاندې د يادو فارمونو پر سره د وسله والو طالبانو د دوو ډلو ترمنځ خپلمنځي نښته هم شوې وه چې په کې د ملکي وګړو په ګډون دواړو خواوو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










