Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټيفا: په ننګرهار کې د ښځو ډېرى رايې په نيابتي ډول کارول کېږي

جلال اباد (پژواک ۱۱ مرغومی ۹۵) : د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ ټيفا وايي چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د مدني ټولنو په همکارۍ خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي چې په ټاکنو کې خپله رايه سمه وکاروي.

دغه بنسټ د مرغومي په ۱۱مه په جلال اباد ښار کې د يو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال په دې اړه معلومات ورکړل.

د دغه بنسټ د پروګرامونو او عامه پوهاوي مسوول مبين الله ايماق وويل چې له تېرو څو ورځو راهېسې په جلال اباد کې دي او دلته يې د مدني ټولنو مختلفو ډلګيو ته په راتلونکو ټاکنو کې د څارنې روزنه ورکړې ده.

هغه زياته کړه چې په ننګرهار کې ښځې تر ډيره د رايې اچولو په برخه کې ستونزه لري ، رايه يې په نيابتي شکل استعماليږي او هم ښځينه ناظرينې کمې دي.

خو ايماق هيله مندي وښوده چې د دوی له لوري روزل شوې ښځينه ناظرينې به وکولی شي چې په راتلونکو ټاکنو کې روڼوالي ته کار  وکړي او د ښځو د رايې حق ثابت کړي.

بلخوا د ټيفا بنسټ سلاکار قاضي لودين وويل چې د راتلونکو ټاکنو د روڼتيا په خاطر يې د څارنې د برخې د غښتلتيا هلې ځلې پيل کړې او دغه راز يې د خلکو د عامه پوهاوي لپاره هم پروګرامونه په نظر کې نيولي دي.

دی وايي:((موږ د راتلونکو ټاکنو لپاره د مدني ټولنو په همکارۍ خلکو ته عامه پوهاوی ورکوو، چې هم په ټاکنو کې برخه واخلي او هم رايه داسې چاته وکاروي، چې وړ يې وي.))

په ياد مطبوعاتي کنفرانس کې د ننګرهار د مدني ټولنو په استازولۍد مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې مشر ډاکټر نعمت الله همدرد خبرې وکړې او له ټاکنيزو کمېسيونونو يې وغوښتل چې دوی ته د څارنې لپاره زمينه برابره کړي.

نوموړي دغه راز د ملي يووالي حکومت پر مشرانو غږ وکړ چې د راتلونکو ټاکنو د شفافيت او روڼتيا په خاطر دې  د الکټرونيکي تذکرو د وېش لړۍ پيل کړي.

مدني فعالې صديقې جهانيار پژواک اژانس ته وويل چې په تېرو ټاکنو کې د شفافيت نشتوالي خلک په ټاکنو کې له ونډې اخيستو زړه ماتې کړې دي؛ خو ټينګار يې وکړ چې د مدني ټولنو په هلو ځلو به خلک بېرته ټاکنو کې برخه اخيستو ته زړه ښه کړي.

هغې غوښتنه وکړه: ((بايد حکومت او ټاکنيز کمېسيونونه ډاډ ورکړي چې په راتلونکو ټاکنو کې به درغلي نه کيږي، مدني ټولنې به ترې څار کوي؛ نو شايد چې خلک ټاکنو کې ونډه واخلي.))

د يادولو ده چې د پارلماني ټاکنو موده کال وړاندې پوره شوې وه؛ خو د ملي يووالي حکومت داخلي اختلافاتو او ټاکنيزو کمېسيونونو کې د داخلي ناندريو له امله دغه چاره ځنډېدلې ده، خو حکومت اعلان کړى چې د راتلونکي کال د تلې په مياشت کې به د ولسي جرګې او د ولسواليو شوراګانو ټاکنې ترسره شي.  

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.