Language

فطرت: د ولسمشر او عطا محمد نور تر منځ هوکړه به ژر په ډاګه شي

مزارشريف (پژواک، ۱۳ مرغومی ۹۵): د جمعيت ګوند مرستيال وايي چې د بلخ د والي او ولسمشر اشرف غني تر منځ خبرې د ګوند د پرېکړې له مخې پر مخ روانې دي او له دې خبرو يې ملاتړ کړى دى.

د بلخ د سرپرست والي عطاء محمد نور په رسمي فيسبوک پاڼه کې نوموړي د جمعيت ګوند له مرستيال کليم الله نقيبي مننه کړې چې له ولسمشر سره يې د ده د خبرو ملاتړ کړى دى.

په دې پاڼه کې دغه راز د نقيبي څرګندونې هم خپرې شوې دي چې په کې راغلي: ((د بلخ د محترم والي ستر جنرال عطامحمد نور او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر د مذاکراتو په هکله د افغانستان د اسلامي جمعيت ګوند رهبري شورا پرېکړه کړې وه چې عطامحمد نور د ګوند د پوره سياسي حقوقو اخيستلو په خاطر له ولسمشر سره د مذاکراتو پروسې ته داخل شي او تر هغه وخته به دې پروسې ته دوام ورکوي چي يوه خاصه او ځانګړې پايله په لاس راوړي.))

د يادونې ده، له تېرې څه مودې راهيسې د بلخ د والي عطاء محمد نور او ولسمشر اشرف غني تر منځ د پردې تر شا خبرې روانې دي. ويل کېږي چې د دې خبرو په پايله کې به عطاء محمد نور د بلخ ولايت پرېږدي او کابل کې به ورته نوې مهمه دنده ورکول کېږي.

بلخوا د عطاء محمد نور او ولسمشر تر منځ د خبرو اترو له امله د جمعيت ګوند په منځ کې اختلافات پيدا شوي دي.

په خپله نور څو ورځې مخکې په يوه مرکه کې پر اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله نيوکه کړې وه چې هغه د ګوند او د خلکو د ګټو لپاره سم اقدامات نه دي کړي دي.

خو د ډاکټر عبدالله يوه سلاکار فاضل سانچارکي ادعا کړې وه چې عطاءمحمد نور د خپل شخصي کاروبار او بانکي اکاونټونو خونديتوب لپاره له ولسمشر سره خبرې کوي.

دغه راز په بلخ کې جميعت ګوند ته نږدې کسان وايي چې د ولسمشر او عطامحمد نور تر منځ په خبرو اترو کې بايد ډاکټر عبدالله عبدالله شخصي ګټو ته لومړيتوب ورنه کړي.

د بلخ ولايتي شورا رييس او د جميعت ګوند ته نږدې کس ډاکټر محمد افضل حديد پژواک اژانس ته وويل چې ډاکټر عبدالله عبدالله په تېرو دوو کلونو کې هغه څه ونه کړای شول، د کومو چې ترې تمه کېده.

نوموړي زياته کړه چې په همدې خاطر عطامحمد نور له ولسمشر د مستقيو خبرو اترو لپاره سياسي ميدان ته راغی چې بايد عبدالله يې ملاتړ وکړي.

د هغه په وينا، ډاکټر عبدالله عبدالله بايد ملي ګټو ته پر شخصي ګټو ارزښت ورکړي.

نوموړی باوري وو چې د ولسمشر او عطامحمد نور تر منځ خبرې به د وطن په ګټه پايلې ولري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.