منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

فطرت: د ولسمشر او عطا محمد نور تر منځ هوکړه به ژر په ډاګه شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۳ مرغومی ۹۵): د جمعيت ګوند مرستيال وايي چې د بلخ د والي او ولسمشر اشرف غني تر منځ خبرې د ګوند د پرېکړې له مخې پر مخ روانې دي او له دې خبرو يې ملاتړ کړى دى.

د بلخ د سرپرست والي عطاء محمد نور په رسمي فيسبوک پاڼه کې نوموړي د جمعيت ګوند له مرستيال کليم الله نقيبي مننه کړې چې له ولسمشر سره يې د ده د خبرو ملاتړ کړى دى.

په دې پاڼه کې دغه راز د نقيبي څرګندونې هم خپرې شوې دي چې په کې راغلي: ((د بلخ د محترم والي ستر جنرال عطامحمد نور او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر د مذاکراتو په هکله د افغانستان د اسلامي جمعيت ګوند رهبري شورا پرېکړه کړې وه چې عطامحمد نور د ګوند د پوره سياسي حقوقو اخيستلو په خاطر له ولسمشر سره د مذاکراتو پروسې ته داخل شي او تر هغه وخته به دې پروسې ته دوام ورکوي چي يوه خاصه او ځانګړې پايله په لاس راوړي.))

د يادونې ده، له تېرې څه مودې راهيسې د بلخ د والي عطاء محمد نور او ولسمشر اشرف غني تر منځ د پردې تر شا خبرې روانې دي. ويل کېږي چې د دې خبرو په پايله کې به عطاء محمد نور د بلخ ولايت پرېږدي او کابل کې به ورته نوې مهمه دنده ورکول کېږي.

بلخوا د عطاء محمد نور او ولسمشر تر منځ د خبرو اترو له امله د جمعيت ګوند په منځ کې اختلافات پيدا شوي دي.

په خپله نور څو ورځې مخکې په يوه مرکه کې پر اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله نيوکه کړې وه چې هغه د ګوند او د خلکو د ګټو لپاره سم اقدامات نه دي کړي دي.

خو د ډاکټر عبدالله يوه سلاکار فاضل سانچارکي ادعا کړې وه چې عطاءمحمد نور د خپل شخصي کاروبار او بانکي اکاونټونو خونديتوب لپاره له ولسمشر سره خبرې کوي.

دغه راز په بلخ کې جميعت ګوند ته نږدې کسان وايي چې د ولسمشر او عطامحمد نور تر منځ په خبرو اترو کې بايد ډاکټر عبدالله عبدالله شخصي ګټو ته لومړيتوب ورنه کړي.

د بلخ ولايتي شورا رييس او د جميعت ګوند ته نږدې کس ډاکټر محمد افضل حديد پژواک اژانس ته وويل چې ډاکټر عبدالله عبدالله په تېرو دوو کلونو کې هغه څه ونه کړای شول، د کومو چې ترې تمه کېده.

نوموړي زياته کړه چې په همدې خاطر عطامحمد نور له ولسمشر د مستقيو خبرو اترو لپاره سياسي ميدان ته راغی چې بايد عبدالله يې ملاتړ وکړي.

د هغه په وينا، ډاکټر عبدالله عبدالله بايد ملي ګټو ته پر شخصي ګټو ارزښت ورکړي.

نوموړی باوري وو چې د ولسمشر او عطامحمد نور تر منځ خبرې به د وطن په ګټه پايلې ولري.

بلخوا په مزارشريف ښار کې د جمعيت ګوند مرستيال وياند ذبيح الله فطرت هم وايي چې په نږدې موده کې به د ولسمشر او عطامحمد نور تر منځ هوکړليک په ډاګه شي.

نوموړي زياته کړه چې عطامحمد نور دغه خبرې د جميعت ګوند په استازولی هغو موخو ته د رسېدو لپاره په مستقيمه توګه له ولسمشر سره پيل کړې چې ډاکټر عبدالله ورته په تېرو دوو کلونو کې ونه رسېدلی شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست