مزارشريف (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۵): د بلخ مدني فعالين د بغلان د ډبرو سکرو د کاريګرو له وژنې وروسته وايي چې حکومت د خلکو د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلی دی.
دوي دغه راز دولت ته ګوته نيسي چې تر دې دمه ژمنيو نظامي عملياتو کومه ګټه نه ده کړې او ورځ تر بلې په هېواد کې تروريستي بريدونه او د عامو خلکو وژنې زياتيږي.
د بلخ مدني فعالينودغه څرګندونې نن (د مرغومې ۱۸مه) د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د بغلان ډبرو سکرو د کان کيندونکو د وژل کېدو د پېښې په تړاو جوړه شوې غونډې ته وکړې.
په ياده غونډه کې چې د بلخ يو شمېر ديني عالمانو، د بشري حقونو خپلواک کمېسيون او د مدني ټولنو غړو برخه درلوده، په بغلان کې د اته کان کيندونکو وژنه پر کلکو ټکو وغندل شوه.
تېره ورځ د بغلان د تاله او برفک ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان په کاريګرو بريد شوی، چې له امله يې اتنه وژل شوي، څلور ټپيان دي او پنځه بې درکه دي.
د بلخ مدني فعال نجيب پيکان له پژواک سره په خبرو کې وويل چې له مجازاتو څخه د معافيت قانون د ترويج له امله په هېواد کې ورته پېښې زياتې شوې دي.
نوموړي پر حکومت غږ وکړ چې د انسان وژونکي ډلګيو پر وړاندې زغم ونه کړي او د ورته پېښو عاملينو ته دې سخته سزا په پام کې ونيسي.
پيکان پر وسله والو مخالفينو هم غږ وکړ چې د ورته وژنو له لارې د افغانانو تر منځ بېلوالي ته لارې نه شي جوړولی.
نوموړي زياته کړه چې افغانان خپل دښمنان پېژندي او نور د ژبې، قوم او مذهب په نامه نه شي بېلېدلی.
خو مدني فعال محمد ابراهيم بيا وايي چې حکومت د خلکو د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلی دی.
نوموړي له پژواک سره په خبرو کې وويل چې په هېواد کې پرله پسې تروريستي بريدونه دا څرګندوي، چې حکومت د دغو بريدونو د کابو کولو توان نلري.
نوموړي وويل: ((حکومت يا خپله نه غواړي د ورته پېښو مخه ونيسې او يا يې نه شي کولی.))
د مدني فعالينو له لوري پرېکړه ليک هم ولوستل شو چې په هغه کې د ورته پېښو د عاملينو په نيولو ټينګار شوی دی.
خو په دغه پرېکړه ليک کې دا هم راغلي چې د افغانستان جمهوري اسلامي دولت له لوري پيل شوو ژمني عملياتو نه يوازې کومه ګټه نه ده کړې، بلکې ورځ تر بلې خونړي بريدونه زياتيږي.
په دغه پرېکړه ليک کې له دولتي چارواکو څخه غوښتنه شوې، چې د مخالفينو سره د مبارزې لپاره غوڅ دريځ خپله کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










