Language

قهرمان هلمند ته د نوو امریکايي ځواکونو ورتګ ته خوشبین دی

لښکرګاه (پژواک، ۱٨ مرغومی ۹۵): په هلمند کې به د امنيت د ټينګښت په موخه په نږدې راتلونکي کې سلګونه امريکايي سرتېري مېشت شي.

دغه څرګندونې د هلمند د جګړې مهارولو اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان د مرغومي په ١٨مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.

قهرمان وويل چې دغه امريکايي سرتېري به په تخنيکي برخو کې د مشورې تر څنګ د هوايي ځواک په برخه کې هم له افغان ځواکونو سره مرستې وکړي.

نوموړي د دغو سرتېرو کره شمېر په ډاګه نه کړه خو ويې ويل چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې مېشت شي.

هغه وويل: ((دغه نوى سرتېري به له افغان ځواکونو سره د جنګي تجهيزاتو په برخه کې هم مرستې وکړي او هغه کمرې به هم افغان ځواکونو ته ورکړي، وړاندې تر دې چې مخالفين کوم عمل وکړي دوى به يې ګوري.))

قهرمان د هلمند د امنيت د ټينګښت په موخه د نوو سرتېرو ورتګ پر ښه فال نيسي او وايي چې دغه پرېکړه افغان او امريکايي چارواکو په ګډه کړې ده.

هغه دا هم وويل چې له يو شمېر طالب مشرانو سره خبرې روانې دي او هغوى راضي شوي، څو له جګړې لاس واخلي.

ده زياته کړه: ((دغو کسانو غوښتنه کړې چې بايد خارجي او د حکومت له لوري فشارونه پرې کم شي.))

قهرمان د دغو فشارونو په اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل خو زياته يې کړه چې په دولتي اداره کې بې عدالتي او وزګارتيا د دې لامل شوي چې يو شمېر کسان د دولت پر ضد جګړه کې برخه واخلي.

login or register a new account.