منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۲ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

قهرمان هلمند ته د نوو امریکايي ځواکونو ورتګ ته خوشبین دی

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۱٨ مرغومی ۹۵): په هلمند کې به د امنيت د ټينګښت په موخه په نږدې راتلونکي کې سلګونه امريکايي سرتېري مېشت شي.

دغه څرګندونې د هلمند د جګړې مهارولو اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان د مرغومي په ١٨مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.

قهرمان وويل چې دغه امريکايي سرتېري به په تخنيکي برخو کې د مشورې تر څنګ د هوايي ځواک په برخه کې هم له افغان ځواکونو سره مرستې وکړي.

نوموړي د دغو سرتېرو کره شمېر په ډاګه نه کړه خو ويې ويل چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې مېشت شي.

هغه وويل: ((دغه نوى سرتېري به له افغان ځواکونو سره د جنګي تجهيزاتو په برخه کې هم مرستې وکړي او هغه کمرې به هم افغان ځواکونو ته ورکړي، وړاندې تر دې چې مخالفين کوم عمل وکړي دوى به يې ګوري.))

قهرمان د هلمند د امنيت د ټينګښت په موخه د نوو سرتېرو ورتګ پر ښه فال نيسي او وايي چې دغه پرېکړه افغان او امريکايي چارواکو په ګډه کړې ده.

هغه دا هم وويل چې له يو شمېر طالب مشرانو سره خبرې روانې دي او هغوى راضي شوي، څو له جګړې لاس واخلي.

ده زياته کړه: ((دغو کسانو غوښتنه کړې چې بايد خارجي او د حکومت له لوري فشارونه پرې کم شي.))

قهرمان د دغو فشارونو په اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل خو زياته يې کړه چې په دولتي اداره کې بې عدالتي او وزګارتيا د دې لامل شوي چې يو شمېر کسان د دولت پر ضد جګړه کې برخه واخلي.

هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې دا ځل يې په هلمند کې د امنيت د ټينګښت لپاره اساسي لارې لټولې دي.

د يادونې ده، په وروستيو درېيو مياشتو کې په هلمند کې په دوامداره توګه د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې وشوې.

په دې جګړو کې وسله والو طالبانو د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو ترڅنګ يو شمير ولسوالۍ هم ونيولې.

هلمند له مرکز پرته ١٣ ولسوالۍ لري چې شپږ يې له وسله والو طالبانو سره دي او د ځينو يې يواځې مرکزونه له حکومت سره دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست