ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کاپيسا کې ۱۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په کاپيسا کې ۱۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
7 Jan 2017 - 11:43
په کاپيسا کې ۱۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
7 Jan 2017 - 11:43

کابل (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٥): چارواکي وايي چې د کاپيسا ولايت په تګاب او نجراب ولسواليو کې د پيل شوو عملياتو په ترڅ کې ١٥ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا وسله والو طالبانو هم په يادو عملياتو کې د ګڼ شمېر دولتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړى دى.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند  ډګرمن شېرين اقا فقيري د مرغومي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګډو ملي ځواکونو له خوا درې ورځې مخکې په تګاب او نجراب ولسواليو کې ګډ چاڼيز عمليات پيل شوي دي.

هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې تر اوسه  نهه وسله وال وژل شوي او ٦ نور ټپیان دي. دغه راز يو شمېر ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي.

د فقيري په وينا چې په عملياتو کې دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى  او يو شمېر سيمې هم له هغوى پاکې شوې دي.

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمدايوب يوسفزی وايي چې عمليات د تګاب په دوو برخو کې روان دي او ډېرې سيمې له وسله والو مخالفينو پاکې شوې دي.

هغه زياتوي چې اوس هم په ځينو سيمو کې جګړې روانې دي او د پلان له مخې به ټولې سيمې له وسله والو مخالفينو پاکېږي.

د تګاب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد اسلم پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې څلورو سيمه ييزو پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي په وينا، له کله راهيسې چې  عمليات پيل شوي، د سروبي او تګاب ولسوالۍ تر منځ لويه لاره هم د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې په دې عملياتو کې يې اوه دولتي سرتېري وژلي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

نوموړي د خپلو وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.