تالقان (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٥): د تخار چارواکي او خلک وايي چې په دغه ولايت کې يو شمېر نا مسوولو وسله والو خلکو ته ستونزې پيدا کړې او شمېر يې هم مخ پر ډېرېدو دى.
د تخار والي محمد ياسين ضيا دا موضوع پژواک خبرى اژانس ته تاييد کړه او ویې ويل چې په دې وروستيو کې په تخار کې د نا مسوولو وسله والو شمير ډېر شوى او دغه وسله وال درې ډلې دي.
ده وويل: ((يوه ډله يې په نظام کې دننه دي چې غير قانوني کارونه کوي، دويمه ډله يې سيمه ييز پوليس دي چې ځيني دولتي چارواکي يې هم ملاتړ کوي او درېيمه ډله يې هغه کسان دي چې په هېچا پورې تړلي نه دي او پر خپل زړه هر څه کوي.))
د ضياء په وينا چې په دې وروستيو کې د دغو کسانو شمېر ډېر شوى او خلک يې هم سخت اندېښمن کړي دي.
هغه وايي چې د يادې ستونزې د حل لپاره له ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائيه رياست څخه هم پلاوي ورغلي وو خو کومه پايله يې نه درلوده.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((له امنيتي ځواکونو پرته بل د هر چا په لاس کې چې وسله وي اندېښنې پيدا کوي، سيمه ييز حکومتونه کمزوري کوي، خلک پر حکومت باور نه کوي او سوداګر پانګونه هم نه کوي.))
والي دا هم وويل چې په تېرو نږدې دوو کلونو کې په دغه ولايت کې يوازې د نشه يي توکو کوچني کاروباريان نيول شوي دي.
هغه وايي: ((زه اندېښمن يم چې تر اوسه ولې يو لوى قاچاقبر نه دى نيول شوى دا واړه قاچاقبر هم تصادفي د پوليسو له لوري نيول کېږي.))
ضيا وويل چې هڅې يې پيل کړې څو وکولاى شي په دغه ولايت کې د نامسووله وسله والو ډلو مخه ونيسي خو د دى هڅو به هکله جزئيات ورنه کړل.
همداراز د تخار د ولایتي شورا غړي محمد حسین حنیف پژواک ته وويل چې په دغه ولایت کې یو شمېر کړۍ د نامسووله وسله والو ډلو ملاتړ کوي؛ خو نوموړي د چا نوم ياد نه کړ.
حنیف وايي چې دغه نا مسوولې وسله والې ډلې د دغه ولایت په نا امنیو، وژنو او د نشه يي توکو په قاچاق کې هم لاس لري.
دی وايي: ((که د سيمه ييز حکومت زور رسېدلی وای تر اوسه به یې ټول له منځه وړي وو، خو د یو شمېر مافیايي کړیو له لوري یې ملاتړ کېږي، شمېر یې ورځ تر بلې ډېرېږي، د تخار اوسېدونکي د نامسووله وسله والو د ډېرېدو او ورسره د امنیت د خرابېدو له امله سخت اندېښمن دي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن