منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۳ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د نا مسوولو وسله والو ډېرېدو د تخار خلک اندېښمن کړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۵ کتنې

تالقان (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٥): د تخار چارواکي او خلک وايي چې په دغه ولايت کې يو شمېر نا مسوولو وسله والو خلکو ته ستونزې پيدا کړې او شمېر يې هم مخ پر ډېرېدو دى.

د تخار والي محمد ياسين ضيا دا موضوع پژواک خبرى اژانس ته تاييد کړه او ویې ويل چې په دې وروستيو کې په تخار کې د نا مسوولو وسله والو شمير ډېر شوى او دغه وسله وال درې ډلې دي.

ده وويل: ((يوه ډله يې په نظام کې دننه دي چې غير قانوني کارونه کوي، دويمه ډله يې سيمه ييز پوليس دي چې ځيني دولتي چارواکي يې هم ملاتړ کوي او درېيمه ډله يې هغه کسان دي چې په هېچا پورې تړلي نه دي او پر خپل زړه هر څه کوي.))

د ضياء په وينا چې په دې وروستيو کې د دغو کسانو شمېر ډېر شوى او خلک يې هم سخت اندېښمن کړي دي.

هغه وايي چې د يادې ستونزې د حل لپاره له ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائيه رياست څخه هم پلاوي ورغلي وو خو کومه پايله يې نه درلوده.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((له امنيتي ځواکونو پرته بل د هر چا په لاس کې چې وسله وي اندېښنې پيدا کوي، سيمه ييز حکومتونه کمزوري کوي، خلک پر حکومت باور نه کوي او سوداګر پانګونه هم نه کوي.))

والي دا هم وويل چې په تېرو نږدې دوو کلونو کې په دغه ولايت کې يوازې د نشه يي توکو کوچني کاروباريان نيول شوي دي.

هغه وايي: ((زه اندېښمن يم چې تر اوسه ولې يو لوى قاچاقبر نه دى نيول شوى دا واړه قاچاقبر هم تصادفي د پوليسو له لوري نيول کېږي.))

ضيا وويل چې هڅې يې پيل کړې څو وکولاى شي په دغه ولايت کې د نامسووله وسله والو ډلو مخه ونيسي خو د دى هڅو به هکله جزئيات ورنه کړل.

همداراز د تخار د ولایتي شورا غړي محمد حسین حنیف پژواک ته وويل چې په دغه ولایت کې یو شمېر کړۍ د نامسووله وسله والو ډلو ملاتړ کوي؛ خو نوموړي د چا نوم ياد نه کړ.

حنیف وايي چې دغه نا مسوولې وسله والې ډلې د دغه ولایت په نا امنیو، وژنو او د نشه يي توکو په قاچاق کې هم لاس لري.

دی وايي: ((که د سيمه ييز حکومت زور رسېدلی وای تر اوسه به یې ټول له منځه وړي وو، خو د یو شمېر مافیايي کړیو له لوري یې ملاتړ کېږي، شمېر یې ورځ تر بلې ډېرېږي، د تخار اوسېدونکي د نامسووله وسله والو د ډېرېدو او ورسره د امنیت د خرابېدو له امله سخت اندېښمن دي.))

په ورته وخت کې بیا د تخار مدني ټولنې مشر منیراحمد هدف پژواک ته وويل چې حکومت بايد هر څو ژر په دغه ولايت کې د نا مسووله وسله والو ډلو د فعاليت مخه ونيسي.

نوموړی وایي: ((همدا اوس په تالقانو ښار کې په سلګونو وسله والې ډلې شته چې خلک زوروي، په ښار کې دننه وژنې کوي او حکومت ورته رڼې رڼې ګوري، دا خپله د دولتي واکمنۍ کمزور تیا ښيي.))

د تالقانو د نهر چمن اوسېدونکي سمیع الله وايي، که څه هم د دوی په سیمه کې طالبان یا کومه بله مخالفه ډله نشته؛ خو دوی په رڼا ورځ د وسله والو له ډاره ښار ته نشي تللى.

نوموړی د نا مسووله وسله والو شتون له طالبانو او داعش څخه هم خطر ناک بولي او زیاتوي: ((نا مسووله وسله وال دومره زیات شوي چې نور د حکومت له کنټروله وتلي، د امنیتي حوزې مخکې ته خلک زوروي او په ازاده توګه وسلې ګرځوي، خلک په عادي ژوند کې له ستونزو سره مخ شوي.))

د تخار امنيه قوماندان مل پاسول نورمحمد حکيمي هم وايي چې د تالقانو په ګډون په ټول ولايت کې نا مسوولې وسله والې ډلې شته دي.

هغه وايي: ((د جهاد له وخته له ډېرو خلکو سره وسلې پاتې دي، ځيني له حکومت سره مرسته هم کوي خو ډېر يې بيا مشکل جوړوي.))

حکيمي وايي چې په ډېرو سيمو کې يې د دغو نا مسووله وسله والو د مخنيوي په موخه پوستې جوړې کړې دي.

ده هم ټينګار وکړ چې حکومتي مشران بايد د نامسووله وسله والو په بې وسلې کولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

دوې میاشتې مخکې هم د تخار مرستیال والي محمد فرید ذکي نا مسووله وسله وال د افغان دولت نا اعلان شوي وسله وال مخالفين بللي وو.

نوموړي ویلي وو: ((د طالبانو په اړه د حکومت دریځ روښانه دی او پر وړاندې یې مبارزه هم دوام لري، خو د نا مسووله وسله والو د بې وسلې کولو اراده نشته.))

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د تخار تر څنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم نا مسوولې وسله والې ډلې پيدا شوې چې خلکو ته يې ستونزې جوړې کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه