Language

د تخار  په ښځينه زندان کې  ٢٤ ماشومان هم د بند شپې  او ورځې تېروي

تالقان(پژواک،٢٦مرغومى٩٥):د تخار په ښځينه زندان کې له يو شمېر ميندو سره له کوم جرم پرته ٢٤ ماشومان هم د بند شپې  او ورځې تېروي.

د تخار ښځينه زندان په يو کرايي کور کې دى چې ٤٠ ښځې په کې د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو له امله د بند شپې او ورځې تېروي.

دغه زندان درې د استوګنې خونې لري چې په دې خونو کې د زنداني ښځو ترڅنګ ماشومان هم ژوند کوي.

ددې ماشومانو لپاره سره له دې چې د لوبو ځاى په پام کې نه دى نيول شوى، د ژمي په دې سړې هوا کې د ډيرو يې پلاستيکي څپلکې پر پښو دي او د ډيرو يې جامې هم زړې دي.

دغه ماشومان پرته له دې چې خبر وي په کوم ځاى کې ژوند کوي له يو بل سره د همدې زندان په انګړ کې ټوله ورځ ماشومانه لوبې کوي او کله کله هم له يو بل سره جګړې کوي.

د همدې زندان مسوول عبدالودود د مرغومي په ٢٦مه د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه زندان کې ۲۴ ماشومان له خپلو میندو سره یو ځای اوسيږي چې له څلورو تر نهو کلونو پورې عمرونه لري.

نوموړی وايي چې دغه ماشومان له خپلو میندو سره له ټولو مدني حقونو بې برخې شوې دي او په اړه یې حکومت هم بې غوري کوي.

دی وايي: ((موږ په دې اړه اندېښمن یو، مور یې مجرمه او بندي ده، خو بچیان یې باید بندي نه وي، زده کړې وکړي، سمه روزنه یې وشي، دلته محبس کې یې اخلاق خرابېږي، دوی خو څه ګناه نه لري چې بندي وي.))

د تخار د عمومي محابسو مدیر سمونوال سید محمودالحسن شهیدزاده اکرامي پژواک ته وويل چې په دې اړه د تخار  له چارواکو، د بشري حقونو او له يوناما سره یې خبرې کړې دي؛ خو تر اوسه يې مثبت ځواب نه دى ترلاسه کړى.

اکرامي وايي چې په محبس کې د دغو ماشومانو د ښوونې او روزنې لپاره هیڅ ډول امکانات  نشته .

نوموړی وايي چې که د دغو ماشومانو لپاره یو سم ځای په پام کې و نه نیول شي او د دوی ژوند، ښوونې او روزنې ته پوره پاملرنه و نه شي، دوی به خطرناک راتلونکی ولري.

دی وايي: ((زه خو په دې اړه سخت اندېښمن یم، ما دغه اندېښنې د تخار له سیمه ییز حکومت، یوناما، د بشري حقونو او یو شمېر نورو بنسټونو سره شریکې کړې دي او هيله مند يم چې د حل لار ورته پيدا شي.))

login or register a new account.