تالقان(پژواک،٢٦مرغومى٩٥):د تخار په ښځينه زندان کې له يو شمېر ميندو سره له کوم جرم پرته ٢٤ ماشومان هم د بند شپې او ورځې تېروي.
د تخار ښځينه زندان په يو کرايي کور کې دى چې ٤٠ ښځې په کې د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو له امله د بند شپې او ورځې تېروي.
دغه زندان درې د استوګنې خونې لري چې په دې خونو کې د زنداني ښځو ترڅنګ ماشومان هم ژوند کوي.
ددې ماشومانو لپاره سره له دې چې د لوبو ځاى په پام کې نه دى نيول شوى، د ژمي په دې سړې هوا کې د ډيرو يې پلاستيکي څپلکې پر پښو دي او د ډيرو يې جامې هم زړې دي.
دغه ماشومان پرته له دې چې خبر وي په کوم ځاى کې ژوند کوي له يو بل سره د همدې زندان په انګړ کې ټوله ورځ ماشومانه لوبې کوي او کله کله هم له يو بل سره جګړې کوي.
د همدې زندان مسوول عبدالودود د مرغومي په ٢٦مه د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه زندان کې ۲۴ ماشومان له خپلو میندو سره یو ځای اوسيږي چې له څلورو تر نهو کلونو پورې عمرونه لري.
نوموړی وايي چې دغه ماشومان له خپلو میندو سره له ټولو مدني حقونو بې برخې شوې دي او په اړه یې حکومت هم بې غوري کوي.
دی وايي: ((موږ په دې اړه اندېښمن یو، مور یې مجرمه او بندي ده، خو بچیان یې باید بندي نه وي، زده کړې وکړي، سمه روزنه یې وشي، دلته محبس کې یې اخلاق خرابېږي، دوی خو څه ګناه نه لري چې بندي وي.))
د تخار د عمومي محابسو مدیر سمونوال سید محمودالحسن شهیدزاده اکرامي پژواک ته وويل چې په دې اړه د تخار له چارواکو، د بشري حقونو او له يوناما سره یې خبرې کړې دي؛ خو تر اوسه يې مثبت ځواب نه دى ترلاسه کړى.
اکرامي وايي چې په محبس کې د دغو ماشومانو د ښوونې او روزنې لپاره هیڅ ډول امکانات نشته .
نوموړی وايي چې که د دغو ماشومانو لپاره یو سم ځای په پام کې و نه نیول شي او د دوی ژوند، ښوونې او روزنې ته پوره پاملرنه و نه شي، دوی به خطرناک راتلونکی ولري.
دی وايي: ((زه خو په دې اړه سخت اندېښمن یم، ما دغه اندېښنې د تخار له سیمه ییز حکومت، یوناما، د بشري حقونو او یو شمېر نورو بنسټونو سره شریکې کړې دي او هيله مند يم چې د حل لار ورته پيدا شي.))
د هغه په وينا، د کار او ټولنيزو چارو رياست دنده لري چې ددې ماشومانو ستونزې ته رسېدنه وکړي.
خو د تخار د کار او ټولنیزو چارو سرپرست رییس نورالدین محبي پژواک ته وويل، دوی دومره امکانات نه لري چې ددې ډول ماشومانو لپاره ځانګړی ځای جوړ کړي؛ خو زیاتوي چې په روزنتون کې ورته یو څه امکانات برابرولی شي.
محبي زیاتوي: ((هغه ماشومان چې له درېیو تر ۷ کلونو پورې عمرونه ولري موږ هغوی په روزنتون کې د سهار له اتو بجو د مازیګر تر څلور بجوپورې جلبولی شو او ورته د ښوونې او روزنې او نور امکانات برابرولی شو، خو په دې شرط چې له هغه وروسته باید یو څوک وي چې هغوی بېرته خپلو استوګن ځايونو ته انتقال کړي او مسوولیت يې پر غاړه واخلي.))
خو د محبس چارواکي بیا وايي چې دوی دومره امکانات نه لري چې دغه ماشومان سهار روزنتون ته بوځي او مازیګر یې بېرته محبس ته راولي.
هڅه مو وکړه چې له ځينو زنداني ښځو سره هم خبرې وکړو، خو هغوى رسنيو سره له خبرو کولو ډډه وکړه.
په ورته وخت کې په تخار کې د بشري حقونو د ولايتي کمېټې د ماشومانو د څانګې مشر بسم الله وزيري پژواک ته وويل چې په ښځينه زندان کې پر يادو ماشومانو دوى هم خبر دي.
هغه وويل چې د يادې ستونزې د حل په موخه يې څو ځلې له ولايتي چارواکو سره خبرې کړي، خو تر اوسه يې د حل کومه لاره ورته نه ده پيدا کړې.
هغه وايي چې دوى هڅې کوي تر څو دغه ماشومان له يادو ستونزو څخه وژغورل شي.
د تخار د مدني ټولنې د شبکې مسوول منیر احمد هدف وايي چې په زندان کې له میندو سره د ماشومانو اوسېدل د قانون خلاف کار دی او ماشومان له خطرناک برخلیک سره مخ کوي.
هدف وايي چې په جرمي سیمه کې د ماشومانو اوسېدل هغوی له مدني حقونو بې برخې کوي او له ذهنې پلوه ورته سخت زیان اړوي.
نوموړی وايي: ((زه د تخار له سیمه ییز او مرکزي حکومت څخه غواړم چې دې ستونزې ته دې پام وکړي، ځکه چې ماشومان د هېواد راتلونکی جوړوي او دوى بايد د راتلونکي لپاره ښه وروزل شي.))
بل لورته د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک ته وويل چې په تالقانو کې د نوي زندان د جوړېدو کار روان دى چې د چارو په بشپړېدو سره به يې نور دغه ستونزې نه وي.
هغه وايي چې په نوي زندان کې د ښځو او نارينه وو لپاره ځانګړي ځايونه په پام کې نيول شوي او اړوندې اسانتياوې به هم ولري.
د تيمور په وينا، په دې نوي زندان کې د ماشومانو د ښوونې او روزنې او لوبو لپاره هم ځايونه په پام کې نيول شوي دي.
د افغانستان د اساسي قانون د ٢٦ مادې له مخې، جرم يو شخصى عمل دى. د متهم تعقيبول، نيول، توقيفول او پرهغه باندې د جزا تطبيق بل هېچا ته سرايت نه كوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










