ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سروبي او محمود راقي ترمنځ لويه لاره  د ترافيکو پر مخ خلاص شوه

د سروبي او محمود راقي ترمنځ لويه لاره د ترافيکو پر مخ خلاص شوه

author avatar
15 Jan 2017 - 17:01
د سروبي او محمود راقي ترمنځ لويه لاره  د ترافيکو پر مخ خلاص شوه
author avatar
15 Jan 2017 - 17:01

محمود راقي (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٥): چارواکي وايي چې په تګاب  کې د پيل شوو عملياتو په ترڅ کې دکاپيسا د مرکز او دکابل د سروبي ولسوالۍ ترمنځ لويه لاره د ترافيکو پرمخ خلاصه شوې ده.

تر دې مخکې له تېر يو نيم کال راهيسې د محمود راقي او د سروبي پر لويه لاره امنيتي ستونزې ډېرې وې، مسافر او بار وړونکو موټرو  پرې تګ راتګ نه شواى کولى.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د مرغومي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې له تېرو څو ورځو راهيسې ګډو ملي ځواکونو د تګاب ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې عمليات پيل کړي او اوس هم روان دي.

هغه زياته کړه چې ددې عملياتو په ترڅ کې د سروبي او محمود راقي ترمنځ لويه لاره  د ترافيکو پر مخ خلاص شوې ده.

د نوموړي په وينا، پخوا پر دې لاره د امنيتي ځواکونو ، مساپرو او بار وړونکو موټر تګ راتګ نه شواى کولى ، خو اوس هر څوک په ډاډه توګه پر دې لاره سفر کولى شي.

يوسفزى وايي چې د يادې لويې لارې په اوږدو کې امنيتي پوستې جوړې شوې دي او هغه سوداګريز موټر چې د هېواد له ختيځ څخه د شمال  پر لوري ځي، نو له همدې نږدې لارې څخه به استفاده کوي.

د کاپيسا – سروبي لارې يو تن موټر چلوونکى محمد صادق وايي چې پخوا به د حکومت وسله وال مخالفين لارې ته راوتل ، موټر او خلک به يې تالاشي کول.

د هغه په وينا، د نا امنيو او وسله والو مخالفينو له وېرې به خلک له ختيځو ولايتونو څخه د کابل  له لارې کاپيسا او بيا نورو سيمو ته تلل.

د کاپيسا د اول کوهستان اوسېدونکى او سوداګر تميم احمد وايي  چې دوى تر اوسه د کابل له لارې ختيځو ولايتونو ته تګ راتګ کاوه، خو له دې وروسته به له دې نږدې لارې څخه استفاده کوي.

هغه له حکومت څخه وغوښتل  چې ددې لارې امنيت په دوامداره توګه وساتي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.