Language

مزارشريف (پژواک،۲۷مرغومی۹۵): د شمال زون د ځينو ولايتونو سيمه ييز چارواکي په خپلو سيمو کې د داعش ډلې د جلب او جذب په تړاو اندېښنه لري.

دغه مسوولين د شمال په درېيو ولايتونو کې د داعش حضور تاييدوي او وايي چې په يادو ولايتونو کې داعش ته منسوب وسله والو ترهګريز فعاليتونه ډېر کړي دي.

خو د مدنې ټولنې غړي بيا په شمال کې د داعش ترهګريزې ډلې د فعاليتونو د ډېرېدو يو لامل په شمال کې د روانو سترو اقتصادي پروژو  مخه ډب کول بولي.

په جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو کې د داعش  فعاليتونه تاييد شوي؛ خو د نورو په پرتله په جوزجان ولايت کې يې ترسره شوي فعاليتونه د اندېښنې وړ بلل کېږي.

د جوزجان ولايت د والي وياند محمد رضا غفوري پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دمګړۍ د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې داعش ته منسوب وسله وال ترهګريز فعاليتونه ترسره کوي.

نوموړي زياته کړه چې په وروستيو کې د طالبانو يو پنځوس کسيزه ډلګۍ د قاري حکمت په مشرۍ هم د جوزجان له داعش ډلې سره يو ځاى شوې ده.

هغه زياته کړه چې د همدې مياشت په لړ کې داعش وسله والو د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې شاوخوا ۶۰کورونه سوځولي چې له امله يې ۱۵۰ کورنۍ بېځايه شوې دي.

د جوزجان د والي وياند وويل چې د داعش له لوري سوځول شوي استوګنيز کورونه د عامو خلکو دي.

په ورته وخت کې د سرپل چارواکي هم په دغه ولايت کې د داعش حضور تاييدوي او وايي چې دمګړۍ د جلب او جذب په هڅه کې دي.

د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني پژواک سره په خبرو کې وويل چې په دغه ولايت کې داعش ته منسوب وسله وال تر دې دمه له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې نه دي ښکيل شوي.

خو نوموړي زياته کړه چې د سرپل په ځينو لرې پرتو ولسواليو کې د داعش د حضور تاييد شوى دى.

اماني د سرپل په کوهستانات ولسوالۍ کې د داعش حضور تاييد کړ او و يې ويل چې د جلب او جذب په هڅه کې دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.