مزارشريف (پژواک،۲۷مرغومی۹۵): د شمال زون د ځينو ولايتونو سيمه ييز چارواکي په خپلو سيمو کې د داعش ډلې د جلب او جذب په تړاو اندېښنه لري.
دغه مسوولين د شمال په درېيو ولايتونو کې د داعش حضور تاييدوي او وايي چې په يادو ولايتونو کې داعش ته منسوب وسله والو ترهګريز فعاليتونه ډېر کړي دي.
خو د مدنې ټولنې غړي بيا په شمال کې د داعش ترهګريزې ډلې د فعاليتونو د ډېرېدو يو لامل په شمال کې د روانو سترو اقتصادي پروژو مخه ډب کول بولي.
په جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو کې د داعش فعاليتونه تاييد شوي؛ خو د نورو په پرتله په جوزجان ولايت کې يې ترسره شوي فعاليتونه د اندېښنې وړ بلل کېږي.
د جوزجان ولايت د والي وياند محمد رضا غفوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دمګړۍ د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې داعش ته منسوب وسله وال ترهګريز فعاليتونه ترسره کوي.
نوموړي زياته کړه چې په وروستيو کې د طالبانو يو پنځوس کسيزه ډلګۍ د قاري حکمت په مشرۍ هم د جوزجان له داعش ډلې سره يو ځاى شوې ده.
هغه زياته کړه چې د همدې مياشت په لړ کې داعش وسله والو د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې شاوخوا ۶۰کورونه سوځولي چې له امله يې ۱۵۰ کورنۍ بېځايه شوې دي.
د جوزجان د والي وياند وويل چې د داعش له لوري سوځول شوي استوګنيز کورونه د عامو خلکو دي.
په ورته وخت کې د سرپل چارواکي هم په دغه ولايت کې د داعش حضور تاييدوي او وايي چې دمګړۍ د جلب او جذب په هڅه کې دي.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني پژواک سره په خبرو کې وويل چې په دغه ولايت کې داعش ته منسوب وسله وال تر دې دمه له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې نه دي ښکيل شوي.
خو نوموړي زياته کړه چې د سرپل په ځينو لرې پرتو ولسواليو کې د داعش د حضور تاييد شوى دى.
اماني د سرپل په کوهستانات ولسوالۍ کې د داعش حضور تاييد کړ او و يې ويل چې د جلب او جذب په هڅه کې دي.
د فارياب ولايت دولتي چارواکي هم په دغه ولايت کې د داعش شتون تاييدوي؛ خو وايي چې داعش ته منسوبې ترهګريزې ډلې يې په دغه ولايت کې سختې ځپلې دي.
د دغه ولايت د والي وياند جاويد بيدار پژواک ته وويل چې دمګړۍ په دغه ولايت کې داعش نه ليدل کيږي خو تر دې وړاندې يې فعاليت درلود.
نوموړى وايي، په دغه ولايت کې د داعش ترهګريزه ډله مخکې له دې چې جګړيز بستر ځان ته برابر کړي د امنيتي ارګانونو لخوا ځپل شوې ده.
د مدني ټولنې غړي بيا په شمال کې د داعش د فعاليتونو د ډېرېدو لامل منځنۍ اسيا هېوادونو پولو ته د دوی رسېدو هڅې بولي.
مدني فعال نجيب پيکان وايي چې په شمال کې د داعش ډلې د فعاليتونو ډېرېدو خلکو ته اندېښنې پيدا کړي دي.
نوموړي زياته کړه چې دغې ډلې د شمال په جوزجان ولايت کې په عملي توګه جګړيز بستر جوړ کړی دی.
هغه په شمال کې د داعش ډلې د ترهګريزو فعاليتونو د ډېرېدو لامل منځنۍ اسيا هېوادونو پولو ته د دغې ډلې د رسېدو هڅې وبللې.
خو مدني فعال او د بلخ پوهنتون استاد حميد صفت بيا په شمال زون کې د داعش ډلې د فعاليتونو د ډېرېدو يو لامل په دغه زون کې د سترو اقتصادي پروژو مخه ډب کېدل وبلل.
نوموړي پژواک ته وويل چې ځينې ګاونډي هېوادونه په شمال کې د حکومت د روانو سترو پروژو پر وړاندې اندېښنې لري.
هغه وايي چې د داعش ترهګريزه ډله د همدې پروژو د مخې ډب کېدو لپاره هم کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د بلخ او سمنګان ولايتونو چارواکي په خپلو ولايتونو کې د داعش فعاليت نه تاييدوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









