Language

د غزني د دوو ولسواليو سلګونه کسان اروپايي هېوادونو ته د تګ پرمهال  مړه شوي

غزني ښار(پژواک،٢٨مرغومى٩٥):د غزني له دوو ولسواليو څخه اروپايي هېوادونو ته د تګ پرمهال په بېلابېلو پېښو کې سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د غزني د جاغوريو ولسوال محمد ظفر شريف د مرغومي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې ولسوالۍ ګڼ شمېر ځوانان او کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله بهرنيو هېوادونو ته مهاجر شوي دي.

هغه وايي: (( زه کره شمېره يې نه لرم، خو د دې ولسوالۍ د زرو په شاوخوا کې کسان اروپايي هېوادونو ته د تګ پرمهال مړه شوي دي او هدف ته نه دي رسېدلي.))

ولسوال وايي چې د يادو کسانو مړي هم تر اوسه بېرته افغانستان ته نه دي راوړل شوي، ځکه چې يا په بهر کې کبانو او يا هم په دښتو او ځنګلونو کې ځناورو خوړلي دي.

شريف دا هم وويل، کوم کسان چې اړوندو هېوادونو ته رسېدلي تر اوسه يې برخليک نه دى معلوم او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

 دغه راز د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکې شيما پژواک ته وويل چې په تېرو دوو کلونو کې يې ګڼ شمېر خپلوان  د اروپايي هېوادونو په نيت روان شوي دي.

هغې وويل: (( په دې کسانو کې تره مې له خپل زوى سره، دوه مې د ماما زامن او نور ډير خپلوان   تللي دي.))

شيما وايي چې له دې ډلې څخه دوه تنه يې په اوبو کې ډوب او مړه شوي او دوى په دې اړه نور معلومات نه لري.

دې وويل: (( څوک چې هلته رسېدلي دي تر اوسه نه دي قبول شوي، په تګ پېښمانه دي، د ماما يو زوى مې په المان او بل يې په اندونيزيا کې دى، مور ته يې دلته رواني مشکل پيدا شوى ټوله ورځ ژاړي او خپل زامن يادوي.))

د جاغوري بلې اوسېدونکي شريفې پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې به داسې کور پيدا نه کړې چې يو يا دوه کسان يې بهر ته نه وي تللي.

د هغې په وينا، ددې ولسوالۍ ډيرو ځوانانو زده کړې پرېښودې او له خپلو کورنيو سره  اروپايي هېوادونو ته روان شول، خو ډير زيات يې په لارو کې مړه شوي او موخې ته نه دي رسېدلي.

دې له حکومت  څخه غوښتنه وکړه چې نور په هېواد کې د غيرقانوني مهاجرتونو مخه ډب کړي.

login or register a new account.