غزني ښار(پژواک،٢٨مرغومى٩٥):د غزني له دوو ولسواليو څخه اروپايي هېوادونو ته د تګ پرمهال په بېلابېلو پېښو کې سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د غزني د جاغوريو ولسوال محمد ظفر شريف د مرغومي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې ولسوالۍ ګڼ شمېر ځوانان او کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله بهرنيو هېوادونو ته مهاجر شوي دي.
هغه وايي: (( زه کره شمېره يې نه لرم، خو د دې ولسوالۍ د زرو په شاوخوا کې کسان اروپايي هېوادونو ته د تګ پرمهال مړه شوي دي او هدف ته نه دي رسېدلي.))
ولسوال وايي چې د يادو کسانو مړي هم تر اوسه بېرته افغانستان ته نه دي راوړل شوي، ځکه چې يا په بهر کې کبانو او يا هم په دښتو او ځنګلونو کې ځناورو خوړلي دي.
شريف دا هم وويل، کوم کسان چې اړوندو هېوادونو ته رسېدلي تر اوسه يې برخليک نه دى معلوم او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دغه راز د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکې شيما پژواک ته وويل چې په تېرو دوو کلونو کې يې ګڼ شمېر خپلوان د اروپايي هېوادونو په نيت روان شوي دي.
هغې وويل: (( په دې کسانو کې تره مې له خپل زوى سره، دوه مې د ماما زامن او نور ډير خپلوان تللي دي.))
شيما وايي چې له دې ډلې څخه دوه تنه يې په اوبو کې ډوب او مړه شوي او دوى په دې اړه نور معلومات نه لري.
دې وويل: (( څوک چې هلته رسېدلي دي تر اوسه نه دي قبول شوي، په تګ پېښمانه دي، د ماما يو زوى مې په المان او بل يې په اندونيزيا کې دى، مور ته يې دلته رواني مشکل پيدا شوى ټوله ورځ ژاړي او خپل زامن يادوي.))
د جاغوري بلې اوسېدونکي شريفې پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې به داسې کور پيدا نه کړې چې يو يا دوه کسان يې بهر ته نه وي تللي.
د هغې په وينا، ددې ولسوالۍ ډيرو ځوانانو زده کړې پرېښودې او له خپلو کورنيو سره اروپايي هېوادونو ته روان شول، خو ډير زيات يې په لارو کې مړه شوي او موخې ته نه دي رسېدلي.
دې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې نور په هېواد کې د غيرقانوني مهاجرتونو مخه ډب کړي.
دغه راز د غزني د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکي علي حسين پژواک ته وويل چې شاوخوا يو کال وړاندې وررو يې له يو شمېر نورو کسانو سره د اروپا په نيت روان شو.
هغه وايي: (( په لاره کې مې ورور له خپلو دوو نورو ملګرو سره په اوبو کې غرق او مړه شول.))
ده زياته کړه چې له دې ولسوالۍ څخه ګڼ شمېر کسان د اروپايي هېوادونو په نيت تللي، خو ډير يې موخې ته نه دي رسېدلي.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني د ولايتي شورا غړي حميدالله نوروز پژواک ته وويل چې له دې ولايت څخه ګڼ شمېر ځوانان اروپايي هېوادونو ته تللي دي.
هغه وايي: (( ډير لږ کسان يې هدف ته رسېدلي او قبول شوي، خو نور ټول يې په بهر کې په اوبو کې غرق شوي او کبانو خوړلي دي.))
ده له کورنيو غوښتنه وکړه چې خپل بچيان د قاچاقبرانو په لاس بهر ته ونه لېږي، ځکه چې د ګڼو ستونزو ترڅنګ د مرګ له ګواښ سره هم مخ کيږي.
بل لورته د کورنيو چارو وزارت وايي چې پولیسو د انسانانو د قاچاق کوونکو د نیولو په هکله جدي هڅې پیل کړې دي.
ددې وزارت وياند صديق صديقي پژواک ته وويل چې په تېرکال کې پوليسو د انسانانو لسګونه قاچاق وړونکي نيولي دي.
هغه وويل چې پوليس دانسانانو له قاچاقبرانو سره کلکه مبارزه کوي او
په تېر یو کال کې ډیر زیات شمېر هغه ډلې چې د انسان په قاچاق کې یې لاس درلود، نیول شوې او اوس په زندانونو کې دي.
د يادونې ده چې بېوزلي، په هېواد کې د کاري فرصتونو نه شتون او د افغانستان نامعلومه راتلونکى هغه لاملونه دي چې یو شمېر افغانان هڅوي، څو یا په یواځې توګه او یا هم خپلې کورنۍ سره خپل کور او هر څه پرېږدي او په ناقانونه توګه بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول اروپایي هېوادونو ته لاړ شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










