پل علم(پژواک،۲٨مرغومی۹۵): په لوګر ولايت کې نږدې ٤٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري چې له امله يې زرګونه زده کوونکي په ازاده فضا کې زده کړې کوي او له ستونزو سره مخ دي.
د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې ولايت د مرکز په ګډون په پنځو ولسواليو کې ١١٠ ښوونځي ودانۍ نه لري چې د ټولو ښوونځيو ٤٠ سلنه جوړوي.
د هغه دمعلوماتو له مخې، ددې ښوونځيو له ډلې څخه ٣٢ په مرکز پل علم، ٢٤ يې په بره کي برک، ٢٢ يې په محمداغه، ١٤ يې په څرخ، ١٣ يې په ازره، ١٠ يې په خوښۍ او پنځه يې په خروار ولسوالۍ کې دي.
ده وويل چې په دې ښوونځيو کې څه د پاسه ٤٨ زره زده کوونکي تر خېمو او يا هم تر څپرو لاندې زده کړې کوي.
عرب د بېلګې په توګه وويل چې په دې ښوونځيو کې د بره کي راجان د نجونو لېسه، پادخواب روغني د نسوان لېسه، د نجونو د تجارت لېسه، د عبدالرحمن منځنۍ لېسه، د ثابت کوچي، د جويک، د ميرغياث، د ناصرو، پښتون اباد او نورښوونځي شامل دي.
هغه زياته کړه: (( دا زموږ پر وړاندې تر ټولو لويه ستونزه ده، د زده کړو لپاره تر ټولو مهم اول بايد ماحول زده کوونکو ته برابر شي.))
عرب وايي چې د يادې ستونزې د حل په موخه دوى لسګونه کورونه په کرايه نيولي او هر کال ميليونونه افغانۍ ددې کورونو کرايه ورکوي.
د هغه په وينا، دغه ستونزه دوى د ولايت له مقام او خيريه ټولنو سره شريکه کړې، ترڅو د حل يوه لار ورته پيدا کړي.
د اړوندې موضوع په اړه د بره کي راجان د نجونو لېسې د لسم ټولګي زده کوونکې زرغونې پژواک ته وويل: (( په دې سختو ناامنيو او کليوالي شرايطو کې کورنۍ موږ ته د درس لپاره اجازه راکړې خو ښوونځي مو ودانۍ نه لري.))
هغې وويل چې کله په يخنۍ او کله هم په ګرمۍ کې د دوى زده کړې له ستونزو سره مخ وي.
دغه راز د هارون خېلو لېسې زده کوونکي عبدالباقي پژواک ته وويل: (( زموږ مکتب ودانۍ نه لري، کله د کلي په يو سر کې يو او کله هم د کلي په بل سر کې.))
هغه وايي، دا چې ښوونځي ودانۍ نه لري ډيرى وخت زده کوونکي له رخصتۍ وړاندې له ښوونځيو څخه کورونو ته تښتي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP