منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۶ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په لوګر کې نږدې ٤٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

پل علم(پژواک،۲٨مرغومی۹۵): په لوګر ولايت کې  نږدې ٤٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري چې له امله يې زرګونه زده کوونکي په ازاده فضا کې زده کړې کوي او له ستونزو سره مخ دي.

د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې ولايت د مرکز په ګډون په پنځو ولسواليو کې ١١٠ ښوونځي ودانۍ نه لري چې د ټولو ښوونځيو ٤٠ سلنه جوړوي.

د هغه دمعلوماتو له مخې، ددې ښوونځيو له ډلې څخه ٣٢ په مرکز پل علم، ٢٤ يې په بره کي برک، ٢٢ يې په محمداغه، ١٤ يې په څرخ، ١٣ يې په ازره، ١٠ يې په خوښۍ او پنځه يې په خروار ولسوالۍ کې دي.

ده وويل چې په دې ښوونځيو کې څه د پاسه ٤٨ زره زده کوونکي تر خېمو او يا هم تر څپرو لاندې زده کړې کوي.

عرب د بېلګې په توګه وويل چې په دې ښوونځيو کې د بره کي راجان د نجونو لېسه، پادخواب روغني د نسوان لېسه، د نجونو د تجارت لېسه، د عبدالرحمن منځنۍ لېسه، د ثابت کوچي، د جويک، د ميرغياث، د ناصرو، پښتون اباد او نورښوونځي شامل دي.

هغه زياته کړه: (( دا زموږ پر وړاندې تر ټولو لويه ستونزه ده، د زده کړو لپاره تر ټولو مهم اول بايد ماحول زده کوونکو ته برابر شي.))

عرب وايي چې د يادې ستونزې د حل په موخه دوى لسګونه کورونه په کرايه نيولي او  هر کال ميليونونه افغانۍ ددې کورونو کرايه ورکوي.

د هغه په وينا، دغه ستونزه دوى د ولايت له مقام او خيريه ټولنو سره شريکه کړې، ترڅو د حل يوه لار ورته پيدا کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د بره کي راجان د نجونو لېسې د لسم ټولګي زده کوونکې زرغونې پژواک ته وويل: (( په دې سختو ناامنيو او کليوالي شرايطو کې کورنۍ موږ ته د درس لپاره اجازه راکړې خو ښوونځي مو ودانۍ نه لري.))

هغې وويل چې کله په يخنۍ او کله هم په ګرمۍ کې د دوى زده کړې له ستونزو سره مخ وي.

دغه راز د هارون خېلو لېسې زده کوونکي عبدالباقي پژواک ته وويل: (( زموږ مکتب ودانۍ نه لري، کله د کلي په يو سر کې يو او کله هم د کلي په بل سر  کې.))

هغه وايي، دا چې ښوونځي ودانۍ نه لري ډيرى وخت زده کوونکي له رخصتۍ وړاندې له ښوونځيو څخه کورونو ته تښتي.

يادو زده کوونکو له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې دغه ستونزه يې نوره هواره کړي.

د پښتون اباد ښوونځي د پښتو استاد سميع الله پژواک ته وويل چې تر ټولو لويه ستونزه يې د ښوونځي د ودانۍ نه لرل دي.

هغه وويل: (( درس ارامه او مناسبه فضا غواړي دا چې ودانۍ نه وي نه موږ سم درس ورکولى شو او نه شاګردان سم درس زده کولى شي، ځکه ډير شور ماشور وي.))

 د هغه په اند، که حکومت ددې ستونزې مخه ونه نيسي دا به په لوګر کې د پوهنې پر بهير ډيره ناوړه اغېزه وکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل پژواک ته وويل، دا د شرم ځاى دى چې د ١٦کلونو په تېرېدو او د ميلياردنو ډالرو په لګښت سره اوس هم په لوګر کې ٤٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.

ده زياته کړه: (( ولس حاضر دى چې خپل بچيان زده کړو ته ولېږي او دښوونځيو لپاره ځمکې وقف کړي، خو حکومت بيا په دې برخه کې بې غوري کوي چې دا د ملت په حق کې ستره جفا ده.))

ده هم ټينګار وکړ چې حکومت بايد نور دې ستونزې ته د پاى ټکى کيږدي او د زده کوونکو له برخليک سره دې لوبې نه کوي.

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل، دا يو حقيقت دى چې په دغه ولايت کې ګڼ شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري.

هغه وويل چې د پوهنې رياست له لوري دوى ته د يادو ښوونځيو نوملړ استول شوى او په راتلوونکي کال  کې به ددې ښوونځيو د ودانيو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

ده زياته کړه: (( دغه ښوونځي موږ د راتلوونکي کال د بوديجي په پلانونو کې شاملوو، ترڅو  دغه ستونزه نور پاى ومومي.))

صالح وايي چې د همدې ستونزې د حل په موخه د يوه ښوونځي او يوه افغانۍ تر نامه لاندې يو پروګرام هم پيل شوى دى.

د اړوندې موضوع په اړه د پوهنې وزارت د نشراتو رييس کبيرحقمل پژواک ته وويل: (( موږ خوشبخته يو چې په لوګر کې ٤٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري په داسې حال کې چې په نورو ولايتونو کې تر ٥٠ سلنې ښوونځي ودانۍ نه لري.))

خو ده وويل چې د پوهنې وزارت په پام کې لري ترڅو ټولو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي.

حقمل وويل چې د دې ستونزې حل کافي اندازه پيسو او وخت ته اړتيا لري او زياته يې کړه: (( که تر لسو کلونو هم موږ وکولى شو دغه ستونزه هواره کړو، خوشبخته يو.))

د يادونې ده چې دا مهال په لوګر کې  د ١٥ ديني مدرسو، دارلعلوم او د تخنيکي او مسلکي لېسې په ګډون ٣٠٧ ښوونيز مرکزونه فعاله دي چې نږدې ١٥٠ زره زده کوونکي په کې زده کړي کوي، چې ٣٥ زره يې نجونې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه