Language

په ولايتونو کې د خبريالانو پر وړاندې ننګونې او ستونزې ډېرې شوې دي

جلال اباد، مزارشريف (پژواک، ۳۰ مرغومى ٩٥): ‍د افغانستان د خبريالانو د خونديتوب کمېټه وايي چې په ځينو ولايتونو کې د خبريالانو پر وړاندې ننګونې او ستونزې زياتې شوې دي.

دغه څرګندونې په ختيځ او شمال کې د يادې کمېټې استازو د مرغومي په ٣٠مه، د بېلابېلو خبري غونـډو پر مهال کړې دي.

د ننګرهار د خبريالانو په استازيتوب د باختر اژانس مدير ګلستان غالب خبري غونډې ته وويل، د ننګرهار ژورنالېستان له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي.

د ده په وينا، ژورنالېستان د وسله والو مخالفينو، حکومتي مسوولينو او د سيمه ييزو زورواکو له خوا ګواښل کېږي.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې تېر خونړي کال ته په پام سره دې، په ۲۰۱۷ کال کې د خبريالانو لپاره د خوندي کاري چاپېريال رامنځته کېدو لپاره عملي اقدامات و کړي.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې استازي شېرشاه همدرد غوښتنه وکړه، چې حکومت بايد له خبريالانو سره د چلند څرنګوالی د امنيتي ځواکونو په تعليمي نصاب کې شامل او هم دې په دغه برخه کې په دولتي کچه عامه پوهاوی وکړي.

نوموړي زياته کړه، په تېر ۲۰۱۶ زېږديز کال په هېواد کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۰۱ پېښې رامنځته شوي، چې ۱۳ هغه يې د خبريالانو د وژلو دي.

د هغه په خبره، تېر کال په ټول افغانستان کې ۱۳ خبريالان وژل شوي او دغه راز ۸۸ نورې د تاوتريخوالي پېښې ثبت شوې دي.

همدرد زياته کړه: ((د ۱۰۱ پېښو له ډلې ۱۳ پېښې د وژلو دي، ۳۰ د وهلو ډبولو، ۳۵ د ګواښونو، ۶ د ټپي کېدو، سپکاوي ،د بد چلند او توهين ۱۷ پېښې شاملې دي.))

شېرشاه همدرد وايي، په دغو پېښو کې د پنځوس سلنه پېښو مسووليت د حکومتي چارواکو پر غاړه دی، طالبان په سلو کې د شلو او نور ناپېژاند وسله وال په سلو کې د ۱۴ پېښو مسووليت پر غاړه لري.

ننګرهار کې د مصوونيت کمېټې استازي وويل، د ۲۰۱۵ کال په پرتله په دغو پېښو کې ۳۸ سلنه زياتوالی راغلی او هم په کې د مرګ ژوبلې کچه لوړه تللې ده.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې دغه استازي يوې بلې ګواښوونکې موضوع ته هم اشاره وکړه، چې په وينا يې په ۲۰۱۶ کال کې وسله والو طالبانو په ګواښ سره هڅه کړې، چې پر رسنيو خپل اړوند خبرونه په پراخه کچه خپاره کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.