منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ولايتونو کې د خبريالانو پر وړاندې ننګونې او ستونزې ډېرې شوې دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۰ کتنې

جلال اباد، مزارشريف (پژواک، ۳۰ مرغومى ٩٥): ‍د افغانستان د خبريالانو د خونديتوب کمېټه وايي چې په ځينو ولايتونو کې د خبريالانو پر وړاندې ننګونې او ستونزې زياتې شوې دي.

دغه څرګندونې په ختيځ او شمال کې د يادې کمېټې استازو د مرغومي په ٣٠مه، د بېلابېلو خبري غونـډو پر مهال کړې دي.

د ننګرهار د خبريالانو په استازيتوب د باختر اژانس مدير ګلستان غالب خبري غونډې ته وويل، د ننګرهار ژورنالېستان له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي.

د ده په وينا، ژورنالېستان د وسله والو مخالفينو، حکومتي مسوولينو او د سيمه ييزو زورواکو له خوا ګواښل کېږي.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې تېر خونړي کال ته په پام سره دې، په ۲۰۱۷ کال کې د خبريالانو لپاره د خوندي کاري چاپېريال رامنځته کېدو لپاره عملي اقدامات و کړي.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې استازي شېرشاه همدرد غوښتنه وکړه، چې حکومت بايد له خبريالانو سره د چلند څرنګوالی د امنيتي ځواکونو په تعليمي نصاب کې شامل او هم دې په دغه برخه کې په دولتي کچه عامه پوهاوی وکړي.

نوموړي زياته کړه، په تېر ۲۰۱۶ زېږديز کال په هېواد کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۰۱ پېښې رامنځته شوي، چې ۱۳ هغه يې د خبريالانو د وژلو دي.

د هغه په خبره، تېر کال په ټول افغانستان کې ۱۳ خبريالان وژل شوي او دغه راز ۸۸ نورې د تاوتريخوالي پېښې ثبت شوې دي.

همدرد زياته کړه: ((د ۱۰۱ پېښو له ډلې ۱۳ پېښې د وژلو دي، ۳۰ د وهلو ډبولو، ۳۵ د ګواښونو، ۶ د ټپي کېدو، سپکاوي ،د بد چلند او توهين ۱۷ پېښې شاملې دي.))

شېرشاه همدرد وايي، په دغو پېښو کې د پنځوس سلنه پېښو مسووليت د حکومتي چارواکو پر غاړه دی، طالبان په سلو کې د شلو او نور ناپېژاند وسله وال په سلو کې د ۱۴ پېښو مسووليت پر غاړه لري.

ننګرهار کې د مصوونيت کمېټې استازي وويل، د ۲۰۱۵ کال په پرتله په دغو پېښو کې ۳۸ سلنه زياتوالی راغلی او هم په کې د مرګ ژوبلې کچه لوړه تللې ده.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې دغه استازي يوې بلې ګواښوونکې موضوع ته هم اشاره وکړه، چې په وينا يې په ۲۰۱۶ کال کې وسله والو طالبانو په ګواښ سره هڅه کړې، چې پر رسنيو خپل اړوند خبرونه په پراخه کچه خپاره کړي.

يادې ټولنې د رسنيو له مسوولينو هم غوښتنه کړې، چې د خپلو رسنيو او همکارانو امنيت ته دې جدي پاملرنه وکړي او د رسنيو په ملاتړو ټولنو يې غږ کړی چې د افغان حکومت او خبريالانو د پراخې همغږۍ په رامنځته کولو دې د خبريالانو لپاره خوندي کاري چاپېريال برابر کړي.

د بلخ خبريالانو هم په خپل کاري چاپېريال کې ناامني، د دولتي او امنيتي چاوراکو له خوا بد چلند او پر وخت د معلوماتو نه شريکول جدي ستونزې وګڼلې.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې له خوا د خبريالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۲۰۱۶ کال د دويمې نيمايي راپور وړاندې کړ.

د دغې کمېټې مسوولين وايي، د هېواد په شمال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۱ پېښې ثبت شوې دي.

په ياده سيمه کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوول بشير انصاري وويل، د ثبت شويو پېښو پر مټ، سږکال د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی ۳۸ سلنه زيات  شوى دى.

نوموړي زياته کړه، له دغې شمېرې په شمال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۱ پېښې ترسره شوې دي.

نوموړي وويل، خبريالانو ته سپکاوی، وهل ټکول او ان د رسنيو مسوولينو لخوا له خبريالانو سره بد چلند کول، هغه پېښې دي چې په شمال کې خبريالان ورسره مخامخ شوي دي.

دغه راز يو شمېر خبريالان هم د هغوی پر وړاندې د ترسره شوي تاوتريخوالي له امله اندېښنه څرګندوي او له دولت څخه غواړي چې د خبريالانو د خونديتوب لپاره يو غوڅ دريځ خپل کړي.

په بلخ کې د کليوال راډيو خبريال جعفر فيصل پژواک ته وويل، دولت د خبريالانو د امنيت د خونديتوب په برخه کې پاتې راغلی دی.

نوموړي زياته کړه، تر دې دمه هېڅوک د خبريالانو پر وړاندې د زورزياتي له امله محکمه شوي نه دي او حکومت يې هم پر وړاندې داسې جدي هڅه نه ده کړې.

د مهر تلوېزون خبريال بهمن بيا وايي، په دغه ولايت کې خبريالان اطلاعاتو ته په اسانه لاسرسى نه لري.

نوموړي زياته کړه، دولتي چارواکي تل د حقايقو د پټولو هڅه کوي او دا ډول کړنې په کاري چاپېريال کې د يو خبريال شخصيت تر پوښتنې لاندې راولي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه