Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاړاچنار کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ( پژواک، ٢ سلواغه ٩٥): ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په قبايلي سيمې پاړاچنار کې د يوې چاودنې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستانيو رسنيو د سلواغې په ٢مه، خبر ورکړى چې دا چاودنه نن سهار دکورمې ايجنسۍ په مرکز پاړاچنار په سبزي منډوي کې دا چاودنه هغه مهال وشوه چې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وه.

رسنيو د ځايي چارواکو په حواله ويلي چې په دې چاودنه کې ٢٠ تنه وژل شوي او تر ٥٠ زيات ټپيان  دي.

بلخوا د پاکستان د پوځ لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې ٦ تنه وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.

سرچينې زياته کړې چې د پوځ او د چټک غبرګون قطعې سيمې ته رسېدلي او روغتونونو ته د ټپيانو په لېږدولو کې يې مرسته  کړې ده.

ځايي چارواکو ويلي چې کېداى شي د مرګ ژوبلې کچه له دې هم لوړه شي.

د يادونې ده چې تر دې مخکې هم په دې بازار کې څو چاودنې شوي چې له امله يې ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.